کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې، چې د مخابراتي سکټور د ودې لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د افغان ټيلي کام، افغان بېسيم، روشن، ام ټي ان او د اتصالاتو د مخابراتي شرکتونو له مسوولينو سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې، اشرف غني د مالياتو په برخه کې د دغو شرکتونو ستونزې واورېدې او د ماليې وزارت ته يې لارښوونه وکړه، چې د يادو شرکتونو له مسوولينو سره تر ناستې وروسته، د مالياتو په برخه کې د هغوى ستونزو ته حل لاره ولټوي.
ولسمشر له هغوى سره ژمنه کړې، چې د مخابراتي سکټور د ودې او د پانګې اچوونکو د ستونزو د حل لپاره به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن