کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د بلخ ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي بهاو الدين چې په مولوي محمدرستم مشهور دى، نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي رستم هغه مهال په کابل ښار کې ونيول شو، چې له بلخ ولايت څخه د پاکستان کويټې ته د لارښوونو د تر لاسه کولو او د ويجاړوونکو فعاليتونو لپاره د مالي او پوځي اسانتياوو د برابرولو لپاره د تلو هوډ درلود.
د دغه رياست په وينا، محمد رستم په دې اعتراف کړى چې له تېرو ٨ مياشتو راهيسې د ملا اختر محمد منصور له لوري په بلخ ولايت کې د طالبانو د مرستيال والي په توګه ټاکل شوى او د يادې ډلې په ګټه يې فعاليت کاوه.
سرچينې ليکلي چې نوموړي په دغه موده کې د بلخ ولايت په البرز، چمتال او چاربولک ولسواليو کې د دولت ضد فعاليتونه تر سره کړي دي.
طالبانو تر اوسه پورې دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن