ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د حکومت مشران دې شته اختلافونه يوې خوا ته کړي”

” د حکومت مشران دې شته اختلافونه يوې خوا ته کړي”

author avatar
15 Apr 2015 - 16:56
” د حکومت مشران دې شته اختلافونه يوې خوا ته کړي”
author avatar
15 Apr 2015 - 16:56

کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٤): " د ملي يووالي حکومت مشران د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ته د پام کولو پر ځاى، په امتياز اخيستو او د واک پر وېش بوخت دي."

دغه مطلب نن " د اصلاح او بدلون لپاره د ځوان فعالانو شبکې" له لوري د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګند شو.

يادې شبکې په هېواد کې د وروستيو نا امنيو په اړه اندېښنه څرګنده او حکومت ته يې ګواښ وکړ چې خلک او امنيتي ځواکونه بايد د ملي يووالي د حکومت د دوه ټيمونو د واک غوښتو او اختلافونو قرباني نه کړي.

د دغې شبکې د غړو په وينا، د ملي يووالي حکومت مشران او د نورو مسوولو بنسټونو چارواکي، د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ته د پام کولو پر ځاى په خپلو منځونو کې د واک او امتياز پر وېش بوخت دي.

د اصلاح او بدلون لپاره د ځوان فعالانو شبکې د پلان او پاليسۍ مرستيال سيدميثم احساني، په خبري ناسته کې وويل: " ولسمشر او د اجراييه مشر د ملي ګټو او په هېواد کې د ثبات د پياوړتيا په غم کې نه دي."

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره په ټول هېواد کې نا امنۍ ډېرې شوې او زياته يې کړه، چې له بده مرغه تر اوسه پورې په دغه برخه کې هيڅ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

احساني زياته کړه، د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېد شپږ مياشتې تېريږي، هېواد د جګړې په حالت کې دى، خو تر اوسه پورې د ملي دفاع وزير او لوى درستيز نه دي ټاکل شوي.

 نوموړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، څو د هغو ستونزو لاملونه چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د بشري جنايت او غميزې لامل شو، په ګوته او په دې اړه ملت ته ځواب ووايي.

 هغه وويل:" که چېرې د حکومت ځواب روښانه او واضح  نه وي، نو بيا د افغانستان خلک د ملي يووالي د حکومت مشران د دغې غميزې عاملين بولي."

 دغه راز يادې شبکې، د قانون منګولو ته د هغو  امنيتي چارواکو د سپارلو غوښتنه هم وکړه چې د بدخشان د جرم په قضيه کې يې په خپله دنده کې بې غوري کړې ده.

 ياده شبکه په دې باور ده، چې که د ملي يووالي حکومت چارواکي شته اختلافونه له منځه لرې نه کړي نو افغانان به د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د مديريت د کمزورتيا له امله د لسګونه دا ډول پېښو شاهدان وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.