ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې  د افغانستان د ثبات لپاره د مرستې وړانديز وکړ

روسيې د افغانستان د ثبات لپاره د مرستې وړانديز وکړ

author avatar
15 Apr 2015 - 14:09
روسيې  د افغانستان د ثبات لپاره د مرستې وړانديز وکړ
author avatar
15 Apr 2015 - 14:09

کابل ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٤ ) : روسيې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره ګډ کار کولو او همکارۍ ته چمتووالى وښود.

دغه څرګندونې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د وري په ٢٦مه، په مسکو کې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره دليدنې پر مهال کړې دې.

هغه زياته کړې ، هېواد يې دې ته هم اماده دى، چې په افغانستان کې د حالاتو ښه او نور مال کېدو لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، دوى غواړي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې هم له نږدې څخه ګډ کار وکړي.

سرګى لاوروف وايي، دوى غواړي له افغانستان سره هر اړخيزې مرستې وکړي، څو دغه هېواد چې اوس په بد حالت کې دى، بېرته په کې ثبات او ټيکاو رامنځته شي.

ده زياته کړې : (( موږ حاضر يو، چې افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو سره په ګډ کار کولو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه له منځه يوسو.))

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.