ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يوشمېر مامورينو د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه  خولې ګنډلي

هلمند کې يوشمېر مامورينو د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه خولې ګنډلي

author avatar
15 Apr 2015 - 17:41
هلمند کې يوشمېر مامورينو د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه  خولې ګنډلي
author avatar
15 Apr 2015 - 17:41

لښکرګاه (پژواک، ٢٦ ورى ٩٤): په هلمند کې د اوبو د تنظيم رياست مامورينو د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه د کاري اعتصاب ترڅنګ د اعتراض په بڼه خپلې خولې هم ګنډلې دي.

ددې رياست مامورينو د ولايت مخې ته د يوه کوچني لاريون په ترڅ کې پر ولايتي چارواکو تور پورې کوي چې دوى ته د کورونو لپاره ځانګړې شوې نومرې يې په خپلو کې سره وېشلې او پلورلې دي.

ددې رياست يوه کارکوونکي عبدالباري چې خوله يې ګنډلې وه او په سختۍ يې خبرې کولې، خبريالانو ته وويل؛ د دوى ځينو نويو همکارانو چې له ولايتي لوړپوړو چارواکو سره خپلوي لري، نيمه، نيمه نومره ځمکه ترلاسه کړې ده.

عبدالباري زياتوي، د اوبو د تنظيم رياست مامورين به ترهغه خپل اعتراض ته دوام ورکړي چې غږ يې تر ولسمشره نه وي رسېدلى.

د فدا محمد په نوم ددې رياست يوه بل کارکوونکي وويل، شپېتو هغو پخوانيو مامورينو ته چې هر يوه يې تر ٣٠ کلونو ډېر خدمت کړى، نومرې نه دي ورکړل شوي.

نوموړي د هلمند پر والي او د ښاروالۍ پر رييس تور پورې کړ چې ددوى حقونه يې خوړلي دي.

خو د ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سيلاب وايي: "ددې ستونزې د حل واک له جوړ شوي کمېسيون سره دی موږ يې په اړه کار نه لرو."

د والي مرستيال او ښاروال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د ولايتي شورا مشر حاجي کريم اتل ادعا کوي چې د دولتي مامورينو نومرې د ولايت او ښاروالۍ د رهبرۍ له خوا ددوى خپلوانو او نږدې ملګرو ته ورکړل شوې او يا هم پلور شوې دي.

اتل زياتوي: "د مامورينو حق به اخلم او ټولې نومرې به راګرځوم چې له وړاندې پلورل شوې دي."

هغه لېست چې پژواک له ښاروالۍ څخه تر لاسه کړی ښيي چې د ملي شورا غړو د هغوی زامنو، خپلوانو، د محکمې رييس او اولادونو او ځينو نورو مامورينو ته دا نومرې وېشل شوې دي.

دا کسان په قانوني ډول په دې نومرو کې حق نه لري، خو د ښاروالۍ له خوا ورکړل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.