ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې سيمه ييز پوليس او وسله وال وژل شوي

بدخشان کې سيمه ييز پوليس او وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Apr 2015 - 11:48
بدخشان کې سيمه ييز پوليس او وسله وال وژل شوي
author avatar
16 Apr 2015 - 11:48

فيض اباد (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): په بدخشان ولايت کې درې وسله وال او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو درېيو کسانو سره وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه تېره شپه د وردوج ولسوالۍ په يومل کلي کې رامنځته شوې ده.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه وسله وال بريد کې څلور سيمه ييز پوليس له خپل قوماندان، عاشور سره وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په ځوابي بريد کې درې وسله وال مخالفين هم له منځته تللي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد عاشور د اربکيانو قوماندان بللى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د عاشور په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.

د هغه په خبره، يوه پيکا، څلور کلاشينکوفونه، يوه مخابره او ځينې مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

سرچينه زياتوي چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او ګڼ شمېر سرتېري، پوليس او اربکيان کلابند شوي دي.

خو د وردوج ولسوال وايي چې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو په ور رسېدو له سيمې تښتېدلي دي.

د يادونې ده، درې اوونۍ وړاندې هم د وردوج په يخ شېر کلي کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې لس سله وال مخالفين ووژل شول او د طالبانو د نومول شوي والي مولوي عبيدالله په ګډون اته نور ونيول شول، خو وسله وال طالبان بيا د دې برعکس ادعا کړې وه چې مقابل لوري ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.