ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بدخشان د پېښې لامل د دفاع وزارت سرپرستي وه”

“د بدخشان د پېښې لامل د دفاع وزارت سرپرستي وه”

author avatar
16 Apr 2015 - 15:29
“د بدخشان د پېښې لامل د دفاع وزارت سرپرستي وه”
author avatar
16 Apr 2015 - 15:29

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د ټولنيز عدالت د تامين خوځښت په نوم يوه بنسټ په بدخشان کې د ملي اردو سرتېرو د وژنې د غندنې تر څنګ د دفاع د وزير او لوى درستيز د ژر ټاکلو او پر درنو وسلو د امنيتي ځوکونو د سمبالښت او هوايي ځواک غوښتنه وکړه.

ځايي چارواکي وايي چې  تېرې جمعې په سهار د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې د وسله والو مخالفينو بريد د ملي اردو ٢٧ منسوبين وژلي او له دې ډلې يې د اتو سرونه هم پرې شوي دي.

د اردو د سرتېرو وژنه په ځانګړي ډول د هغوى د سرونو پرې کول، د ولسي جرګې او مدني ټولنو په ګډون له پراخ ملي غبرګون سره مخ شوي او يواځېنى لامل يې د دفاع وزارت سرپرستي ګڼل شوې ده.

د "جنبش مدنى، تامين عدالت اجتماعى" په نوم يوه سازمان پر دغه وضعيت د نيوکې تر څنګ وايي چې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو د شاوخوا اتو مياشتو له تېرېدو وروسته هم ولسمشر او اجرايي مشر د کابينې پر بشپړېدو نه دي توانېدلي او دفاع وزير او لوى درستيز يې جرګې ته نه دي ورپېژندلي.))

د دغه سازمان مشر احمد ذکي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له بده مرغه توافقي او سهامي حکومت تر اوسه هم نه دى توانېدلى چې بېوزله خلکو ته د خدمت ژمنې پوره کړي.

هغه زياته کړه چې په لوى لاس په وخت سره د وزيرانو او واليانو نه ټاکل د واک د تشې سبب شوي چې له امله يې اداري ګډوډۍ او د کاري مشروعيت نه شتون يې رامنځته کړي دي.

ذکي زياته کړه:((همدا چاره په هېواد کې د ځانمرګو بريدونو او جګړو د پراختيا سبب شوې، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، انسان سوځونه او انسان تښتونې زياتې شوې او خلک له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان شوي دي.))

د دغه سازمان يوه بل غړي احمدشاه ستانکزي وويل: "په حکومت کې دا ګډوډۍ د دې سبب شوې چې په بدخشان کې د ملي اردو سرتېرو ته د هوايي او توپخانې ملاتړ د نه رسېدو په سبب درنه مرګ ژوبله واوړي."

د ده به خبره، دغو سرتېرو د لوى درستيز او دفاع وزير د نشتوالي تر څنګ د ځايي امنيتي چارواکو د پرله پسې ناتوانيو له امله تر وروستۍ شېبې پورې له خپلو سنګرونو دفاع کړې.

ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې چې سيمې ته د استول شوي پلاوي لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې د ملي اردو يو شمېر مشرانو د دندې پر مهال ټنبلي او غفلت کړى او د زياتو څېړنو په موخه توقيف شوي دي.

ويل کېږي چې ولسمشر او د حکومت اجرايي مشر د دفاع وزارت د پست پر سر يو له بل سره اختلاف لري او په همدې سبب تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دغه پست لپاره کوم څوک ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو په موخه ور وپېژني.

تېره اوونۍ ډګر جنرال محمد افضل لودين د ملي دفاع وزارت د نوماند په توګه د ولسمشر له خوا معرفي شو، خو وروسته يې نوموړى له خپلې نوماندۍ تېر شو او ويې ويل چې دا يې شخصي پرېکړه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.