جلال اباد (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى دى.
د ننګرهار د ولايت وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په نهو بجو د بټي کوت ولسوالۍ د درېيم فارم په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان کاتب باندې وسله وال بريد کړى او هغه يې وژلى دى.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې دوه ملکي وګړي ټپيان دي چې نږدې روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په ګڼ شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن