کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): د فوايد عامې وزارت سرپرست د کابل د لته بند سړک د کار پرانيستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې له دې وزارت سره د دې پروژې د امنيت په ټينګولو مرسته وکړي؛ له هغه پرته به د دغه سړک کار پاتې شي.
دغه سړک له بتخاک څخه نيولې د سروبي ولسوالۍ تر مرکز پورې ٥٢ کيلومټره اوږدوالى لري. د سړک د قير اچولو او لومړنۍ چارې يې، چې له ٢٧ کيلومټره زياتېږي؛ نن د کابل ولايت اړوند په بتخاک سيمه کې پيل شوې.
دغه ٢٧ کيلومټره سړک د فوايد عامې وزارت له پراختيايي بوديجې د ١٧ ميليونو ډالرو په لګښت د يونيم کال په اوږدو کې جوړېږي.
د دې سړک د جوړولو ساختماني شرکت اړ دى، چې سړک د اوو مترو په سور جوړ کړي او د سړک دواړه لوري تر څلورو مترو پورې کانکرېټ هم کړي. دغه راز د سړک په اوږدو کې دوه لوى پلونه، ٨٠ پولګوټي او استنادي دېوالونه هم جوړېږي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست نورګل منګل، د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې وويل: "د دې پروژې امنيت مهم دى او که چېرې خلک ورسره مرسته ونه کړي، نو موږ او ساختماني شرکت به د دغې پروژې په عملي کېدو سره له ستونزو سره مخامخ شو."
ده زياته کړه، د دغې نښلوونکې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هېڅ کومه ستونزه نشته، خو يواځينۍ ستونزه امنيتي اړخ دى، چې وزارت او شرکت يې اندېښمن کړي دي.
د منګل په وينا، که چېرې د سيمې خلک ورسره مرسته وکړي، نو دغه پروژه به بريالۍ تر سره شي.
خو په ولسي جرګه کې د کابل استازي قدرت الله سهاک د لته بند د کليو د خلکو په استازيتوب ياد وزارت ته ډاډ ورکړ، چې خلک د دې پروژې د امنيت ټينګښت ته چمتو دي.
هغه زياته کړه: "د سيمې خلک د دغې پروژې د عملي کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته اماده دي."
د سيمې يوه قومي مشر شينواري کړوخېل هم، له دغې نښلوونکې پروژې څخه د هرکلي ترڅنګ وويل: "موږ په دواطلبانه ډول، په دغې پروژه کې ونډې اخيستو ته اماده يو."
ده زياته کړه، د پيسو او وسلو په ګډون که هر څه ته اړتيا وه، نو ځوانان او سپين ږيري به له يادې پروژې ملاتړ وکړي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست، د دغه سړک رغول د جلال اباد-کابل لويې لارې د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د کموالي لپاره اغېزمن وباله او ويې ويل، چې د سړکونو جوړېدل، د اقتصادي پراختيا او چټک لېږد لامل ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن