ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزير بدخشان ته لاړ

د کورنيو چارو وزير بدخشان ته لاړ

author avatar
16 Apr 2015 - 17:09
د کورنيو چارو وزير بدخشان ته لاړ
author avatar
16 Apr 2015 - 17:09

 کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): د کورنيو چارو وزير نن د بدخشان ولايت د امنيتي وضعيت څېړلو په موخه ياد ولايت  ته لاړ.

 د بدخشان ولايت سرپرست وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نورالحق علومي نن د دغه ولايت مرکز ته له رسېدو سره سم له سرپرست والي سره يو ځاى د وردوج او جرم ولسواليو ته سفر وکړ.

 هغه زياته کړه، چې د دغه سفر موخه د بدخشان په ځانګړي ډول د جرم ولسوالۍ له امنيتي وضعيت څخه څېړنه ده، چې جزييات به يې د هغه له راستنېدو وروسته په ډاګه شي.

 دغه سفر له هغه وروسته تر سره کېږي، چې سيمه ييزو چارواکو ويلي چې د تېرې جمعې په ورځ د جرم ولسوالۍ په خستک دره سيمه کې د وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال د ملي اردو ٢٧ سرتېري وژل شوي، چې له دې ډلې يې له ٨ کسانو سرونه هم غوڅ شوي دي.

 د اردو د دغو سرتېرو وژل کېدو په ځانګړي ډول له هغوى څخه د سرونو غوڅول، د ولسي جرګې او مدني بنسټونو په ګډون په ملي کچه له سختو نيوکو سره مخ شوي، چې يو لامل يې د ملي دفاع وزارت سرپرست والى په ګوته شوى دى.

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يې يادې سيمې ته يو پلاوى لېږلى، چې د لومړنيو څېړنو په پايله کې يې د ملي اردو د قطعو يو شمېر چارواکي چې د دندې پر مهال يې بې غوري کړې، د لا ډېرو څېړنو په موخه تر توقيف لاندې نيولي دي.

دغه وزارت د جرم ولسوالۍ په جګړه کې وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبله شمېره ٢٠ کسان ښودلې، چې د شپږو بهرنيانو په ګډون په کې د هغوى قوماندان عمرالاسلام هم شامل دى او دغه راز ١٧ نور ټپيان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې، چې په دغه بريد کې يې ١٣ پوستې نيولي او په ترڅ کې يې د ملي اردو ٤٩ سرتېري هم وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.