ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې لسګونو تنو د ملي يووالي حکومت پر وړاندې لاريون وکړ

کابل کې لسګونو تنو د ملي يووالي حکومت پر وړاندې لاريون وکړ

author avatar
16 Apr 2015 - 18:53
کابل کې لسګونو تنو د ملي يووالي حکومت پر وړاندې لاريون وکړ
author avatar
16 Apr 2015 - 18:53

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): لسګونو تنو نن په کابل کې د لاريون په تر سره کولو سره د ملي يووالي حکومت مشران د هېواد د وضعيت په اړه پر بې پروايۍ تورن کړل او له واک څخه يې د ولسمشر او اجراييه مشر د لرې کولو غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکي چې د افغانستان همبستګي ګوند غړي وو، نن د شهرنو په پارک کې لاريون وکړ او حکومت يې په دې تورن کړ، په داسې حال کې چې د هېواد وضعيت خراب شوى او تاو تريخوالي ورځ تر بېلې ډېريږي، ياد دوه مشران په خپلو منځو کې د واک پر وېش او معاملې بوخت دي.

يادو کسانو د هېواد په سوېل او شمال کې د وروستيو پېښو په ترڅ کې د ډېر شمېر افغانانو وژل کېدو ته په اشارې او دغه راز د ٣١ کسانو د تښتول کېدو تر څنګ د " مرګ د ملي يووالي په بې ارزښته رژيم، طالبانو او داعش، لعنت په هغو کسانو چې له وطن پلورونکو سره يو ځاى دي، موږ د خپلو بچيانو وينې چاته نه بښو، موږ به د خپلو بچيانو د وينو انتقام اخلو، نه امريکا، نه ناټو او نه هم دغه فاسد رژيم، نه طالب او نه غاصب! واک بايد د خلکو او د برمته شويو هېوادوالو په لاس ازاد شي" شعارونه ورکول.

د افغانستان د همبستګي ګوند د تشکيلاتو مسوول حفيظ راسخ خبريالانو ته وويل، چې دوى په خپل دې اعتراض سره غواړي، څو خپل غږ د حکومت تر مشرانو پورې ورسوي.

هغه وويل: " څو ورځې وړاندې په بدخشان ولايت کې زموږ ٢٨ سرتېري په ډېر ظالمانه ډول ووژل شول، د بلخ پر څارنوالۍ باندې د بريد په ترڅ کې يو شمېر خلک ووژل شول، په خوست کې د مدني اعتراض پر مهال يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د ٣١ مسافرو له برمته کېدو له پنځوسو ډېرې ورځې تېريږي، خو د حکومت چارواکي په خپلو منځونو کې د اختلافونو او معاملو سره د خپلو کسانو د ځاى پر ځاى کولو په هڅه کې دي، او د خلکو غم ورسره نشته."

راسخ زياته کړه: " موږ غواړو چې دغه مشران ژر تر ژره ارګ خالي کړي، دوى د خلکو د مشرتابه وړتيا او توان نه لري، برعکس بايد محاکمه شي او د تر سره شويو جنايتونو ځواب خپل ملت ته ووايي."

د افغانستان د همبستګي ګوند د مسوول په وينا، که چېرې د حکومت چارواکي د صدام (د عراق پخوانى ولسمشر) او حسني مبارک (د مصر پخوانى ولسمشر) له برخليک سره د مخامخ کېدو هيله نه لري، نو غوره به وي واک پرېږدي چې ولس په خپله خپل مشر او برخليک وټاکي.

راسخ څرګنده کړه، که چېرې يې غوښتنو ته پام ونه شي نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د دغه کار لمن به ولايتونو ته هم وغځوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.