کابل ( پژواک، ۲۸ وری ۹۴ ) : د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي د پاکستان د پوځ مشر سره لیدلي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان لوی درستیز چې کله نن د پوځ مرکز ته ورسید، نو پوځیانو ورته رسمي سلامي وړاندې کړه.
سرچینې زیاته کړې، تر دې وروسته افغان جنرال د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره ولیدل او ددواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان دسولې ثبات، دفاعي او روزنیزو شعبو کې د همکاریو پر زیاتولو هم بحث وشو.
سرچینه کاږي، چې په دې لیدنه کې د ګډ سرحد پر امنیت هم خبرې وشوې.
د افغانستان د پوځ مشر ددې سفر پر مهال د پاکستان د پوځ په مرکز کې د شهیدانو پر څلي د ګلونو ګیډۍ کیښوده او دعا یې وکړه.
ټاکل شوې ده، چې جنرال شیرمحمد کریمي د شبنې په ورځ د پاکستان د نظامي اکاډمۍ په یوه غونډه کې د ځانګړې میلمه په توګه ګډون او وینا وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن