ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول

په غزني کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
17 Apr 2015 - 13:53
په غزني کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول
author avatar
17 Apr 2015 - 13:53

غزنى (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ددولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

 د تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظیف الله سلطاني پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې د اندړو په زيوح  سيمه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه .

د نوموړي په خبره ، په دې نښته کې پنځه وسله وال ووژل شول چې جسدونه يې د نښتې په سيمه کې پراته و او دغه راز يو شمېر وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 ده وويل چې په دې نښته کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

خو د سيمې يوتن اوسېدونکى عبدالمتين وايي چې په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى .

هغه پژواک ته وويل چې د وژل شويو طالبانو جسدونه يې ليدلي چې د ملي اردو سرتېرو لېږدول .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.