ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان ښار کې د پوهنتون د پرانيستلو غوښتنه وشوه

په ميدان ښار کې د پوهنتون د پرانيستلو غوښتنه وشوه

author avatar
18 Apr 2015 - 20:48
په ميدان ښار کې د پوهنتون د پرانيستلو غوښتنه وشوه
author avatar
18 Apr 2015 - 20:48

ميدان ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩٤): د ميدان وردګو د ولايتي شورا يو شمېر غړو او اوسېدونکو له حکومته وغوښتل، چې د دې ولايت لپاره منظور شوى پوهنتون دې په ميدان ښار کې پرانېزي او چارې دې يې پيل کړي.

د دې ولايت د ولايتي شورا يوه غړي شريف الله هوتک، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د دې ولايت ځينو قومي شوراګانو، د ځوانانو ټولنو او يو شمېر اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې ياد دولتي پوهنتون د دې په مرکز ميدان ښار کې جوړ کړي.

ده زياته کړه، دوى د هغې پرېکړې په خلاف دي چې ويل کېږي، دا پوهنتون دې د سيد اباد ولسوالۍ په دشت ټوپ سيمه کې جوړ شي، ځکه د ده په وينا، په دې سيمه کې امنيت نشته، چې له امله به يې يو زيات شمېر محصلين چې دغه پوهنتون ته بريالي کېږي، له تحصيل څخه بې برخې شي او له بلې خوا به له کابل څخه دې پوهنتون ته د درس ورکولو لپاره تلونکي استادان زړه ښه نه کړي، چې يادې سيمې ته لاړ شي.

دى وايي، نن يې د ولايتي شورا د مشر او يو شمېر نورو غړو په ګډون د ياد پوهنتون د بنسټ ډبره په هغه ځاى کې کېښوده، چې زر جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

نوموړى له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دې ستونزې د هواري لپاره دې يو باصلاحيته پلاوى را ولېږي، ترڅو دا موضوع له نږدې وڅېړې او په اړه يې پرېکړه وکړي.

د دې غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک صادر شوى، چې يوه کاپي يې پژواک ته هم رسېدلې او په کې راغلي، چې يو شمېر دولتي کړۍ په دې ولايت کې د قومونو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، چې د ملي يووالي حکومت يې بايد مخنيوى وکړي.

په پرېکړه کې زياته شوې، يادې کړۍ له خپلو دولتي موقفونو په ګټې اخيستنې سره د مرکز په ځاى په دشت ټوپ دښته کې د پوهنتون په جوړولو اقدام کوي، چې په دې سره به شمېر ځوانان له تحصيل بې برخې شي، نو له حکومته غواړي چې ژر تر ژر دې د پوهنتون درسي چارې په ميدان ښار کې پيل او تشکيل دې ورته منظور کړي.

دوى ګواښ کړى، که يې غوښتنه ونه منل شي، نو د خپلې غوښتنې لپاره به مدني حرکتونه پيل او د ناوړو پايلو د رامنځ ته کېدو مسووليت به يې د ملي يووالي حکومت په غاړه وي.

خو د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د پوهنتون د بنسټ ډبره تېر کال د جمهوري رياست د فرمان په اساس کېښودل شوه.

ده زياته کړه، پخواني ولسمشر حامد کرزي امر کړی و، چې پوهنتون دې د دغه ولايت په دشت ټوپ سيمه کې د يوه کال په موده کې جوړ او تدريسي چارې دې په کې پيل شي، چې د مسوولينو له لوري تېر کال په ياده سيمه کې د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه، خو د ټاکنيزو شخړو له امله يې د ودانۍ د بيارغونې چارې بشپړې نه شوې.

د هغه په وينا، د دغه پوهنتون د ودانۍ لپاره يو شمېر سوداګرو پيسې راغونډې کړې او اوسمهال يې د ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي.

خوږياڼى وايي، د ميدان وردګو ولايت پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره سږکال ۱۳۰ تنه جذب شوي، چې ډېر ژر به د دوی تدرييسي چارې هم پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.