ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د تلوسې په نوم اې اېم راډيو نوې خپرونې پيل کړې

پکتيکا کې د تلوسې په نوم اې اېم راډيو نوې خپرونې پيل کړې

author avatar
19 Apr 2015 - 11:49
پکتيکا کې د تلوسې په نوم اې اېم راډيو نوې خپرونې پيل کړې
author avatar
19 Apr 2015 - 11:49

ښرنه (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): د لومړي ځل لپاره په پکتيکا ولايت کې د اې اېم په څپو يوې خصوصي راډيو ازمايښتي خپرونې پيل کړې.

دا راډيويي شبکه تلوسه نومېږي چې په منځنۍ ۹۴۵ څپو د پکتيکا ولايت له مرکز ښرنې يې د وري په ٣٠مه خپرونې پيل کړې دي.

دغه راډيو به د اې اېم پر يادو منځنيو څپو پر پکتيکا سربېره پکتيا، غزني، لوګر او ځينو نورو ولايتونو او له پولې پورې غاړې ته هم اورېدل کېداى شي.

د دې راډيو د امتياز خاونداو مسوول مديرحاجي نعيم فيصل وايي چې دا راډيو يې د ۵۲۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت فعاله کړې ده.

دى وايي چې دا يوه  اسلامي، فرهنګي، ټولنيزه او غږيزه اداره ده چې د ايمرج ميډيا ټريډينګ کميونېکېشن شرکت له خوا رغول شوې ده.

فيصل پژواک اژانس ته وويل چې تلوسه په هېڅ داخلي يا بهرني، سياسي او غير سياسي ډلې پورې اړه نه لري او د هېواد د اساسي او نافذو قوانينو له مخې فعاليت کوي.

نوموړی زياتوي چې تلوسه راډيو د بيان د ازادۍ په ډګر کې يو نوی ګام دی چی په منځنيو څپو به هغه سيمې تر پوښښ لاندې راولي، کومې چې د اېف اېم ملي او سيمه ييزو راډيوګانو له پوښښ څخه بې برخې دي.

د فيصل په خبره چې تلوسه اوس په ٢٤ ساعتونو کې يواځې ۶ ساعته خپرونې لري چې د مالي امکاناتو د دېرېدو په صورت کې به خپل نشرات ۲۰ ساعتونو ته وغځوي.

د تلوسې راډيو بنسټګر او مسوول مدير فيصل وايي، ياده راډيو ۲۳ تنه تشکيل لري چې په دې کې ۹ ولايتي خبريالان  او پاتې نور نشراتي او تخنيکي پرسونل دي.

د پکتيکا د ځوانانو د يووالي ټولنې مشر قلندر ملنګ پژواک اژانس ته وويل چې په پکتيکا کې په لومړي ځل يوې خصوصي راډيو داې اېم په منځنيو څپو په قانوني ډول په نشراتو پيل کړی، چې يوه لويه لاسته راوړنه او پرمختګ دی.

د نوموړي په خبره چې د دغه ولايت ځوانان، مدني ټولنې او په ټوله کې ټول ولسونه د دې راډيو ملاتړ کوي او وايي، هغه سيمې چې په هغو کې سيمه ييزې راډيوګانې نه شي اورېدل کېداى هغوی به هم د دې راډيو د خپرونو له لارې د هېواد او سيمې له پرمختګونو او ورځنيو پېښو خبرېږي.

د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولايتي شورا پخواني منشي هم د دې راډيو پر جوړېدو خوښي وښوده او وايي چې په رسنيز ډګر کې دا اې اېم راډيو جوړېدل د پکتيکا والو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.