ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل خلک پر لويو لارو ناامنيو اندېښمن کړي

د زابل خلک پر لويو لارو ناامنيو اندېښمن کړي

author avatar
19 Apr 2015 - 12:31
د زابل خلک پر لويو لارو ناامنيو اندېښمن کړي
author avatar
19 Apr 2015 - 12:31

کلات  (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د دولت وسله والو مخالفينو په لويو لارو کې بريدونه ډېر کړي چې له امله يې مسافر اندېښمن دي.

دوى له دولته غوښتنه کوي چې د کابل-کندهار د لويې لارې په ګډون د دغه ولايت په اړوند سيمو کې بايد د مسافرو د خونديتوب غم وخوري او پر دې لاره امنيتي پوستې ډېرې کړي.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هوا په ګرمېدو سره وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه ډېر کړي چې ډېرى يې د سړک غاړې ماينونه دي.

د هغه په وينا، اوس چې کله له کلاته کندهار ته ځي نو ډېر وخت پر لاره جګړه يا هم ماين چاودنې وي.

د ده په خبره ، دولت بايد وسله والو مخالفينو ته اجازه ورنه کړي چې لويې لارې ناامنې کړي.

د زابل يو بل اوسېدونکى شېراحمد هم وايي چې د لويې لارې مسافر د وروستيو امنيتي پېښو له امله سخت اندېښمن دي.

نوموړی وايي، له خلکو سره ناروغان وي خو دغه لارې د خښ شوو ماينونه له امله د ساعتونو لپاره تړلې وي.

هغه زياته کړه، داسې ښکاري چې وسله وال مخالفين غواړي پر لويو لارو هم حاکم شي.

د زابل اوسېدونکو دغه اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې نږدې دوه مياشتې مخکې په دغه ولايت کې له يوه موټره ٣١ مسافر ښکته او بيا نامعلوم ځاى ته بوتلل شول  خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

خو د زابل امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د لويو لارو د خوندي کولو توان لري او وسله والو مخالفينو ته به اجازه ورنه کړي چې د مسافرو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې په دې وروستيو کې طالبانو خپل فعاليتونه زيات کړي  دي.

هغه زياته کړه چې د زابل عام ولس او مسافرين په ډاډه زړه پر ټولو لويو لارو سفر کولى شي او هېڅ ستونزه نشته ځکه د ده په خبره امنيتي ځواکونه پر لويو لارو ګزمې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.