کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر د ايران پلازمېنې تهران ته روان شو.
له ارګه د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې به ولسمشر غني د ايران له ولسمشر ډاکتر حسن روحاني او د هغه هېواد له يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
سرچينه کاږي، همدا راز د دغه سفر په جريان کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضورکې د افغانستان او ايران تر منځ د همکارۍ تفاهم ليک د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو له خوا لاسليک شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې لوی رييس عبدالسلام رحيمي او ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام وياند اجمل عبيد عابدي ملګرتيا کوي.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر شاوخوا دوه مياشتې مخکې ايران ته سفر کړى واى، خو په پنجشېر کې د رامنځته شوي ناورين له امله دغه سفر يې ځنډېدلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن