ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان ته له هېوادونو سره د اړيکو تر منځ تعادل ساتل سخت کار دى”

“افغانستان ته له هېوادونو سره د اړيکو تر منځ تعادل ساتل سخت کار دى”

author avatar
20 Apr 2015 - 16:51
“افغانستان ته له هېوادونو سره د اړيکو تر منځ تعادل ساتل سخت کار دى”
author avatar
20 Apr 2015 - 16:51

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٤): يو شمېر کارپوهان وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان لپاره د هېوادونو تر منځ په اړيکو کې د تعادل رامنځته کول ډېر ستونزمن کار دى، خو کابل او تهران ګاونډ او سيمه ييزو واقعيتونو ته په پام سره اړ دي چې په خپلو منځو کې دوستانه اړيکې وساتي.

د افغانستان او ايران اړيکې که څه هم په تېرو ١٤ کلونو کې له لوړو او ژورو سره مخ وې او دغه راز په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکا شتون او له يو شمر لوېديځو په ځانګړي ډول له واشنګټن سره د ستراتيژيکو هوکړه ليکونو لاسليکول د تهران د اندېښنې لامل شوي، خو ولسمشر کرزي بيا هم د خپل حکومت په ١٣ کلونو کې دا وړتيا پيدا کړې وه چې د سيمې او له لوېديځو هېوادونو سره غوره اړيکې وساتي.

د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره ولسمشر اشرف غني د سولې د ټينګښت لپاره درې ځلې سعودي عربستان ته سفر وکړ او په وروستيو کې پر يمن باندې د بريد له اېتلاف چې د سعودي په مشرۍ رامنځته شوى، ملاتړ وکړ چې د کارپوهانو په باور؛ د کابل او رياض تر منځ دغه نږدې والى د ايران د حساسيتونو لامل شو.

د يمن حوثي قبيله چې ايران يې پر ملاتړ تورن دى، تېره مياشت د يمن حکومت رانسکور کړ چې بيا سعودي عربستان د ١٠ اسلامي هېوادونو د ايتلاف په رامنځته کولو سره د يادې قبيلې پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړل او ويلي يې دي چې د دوى بريدونه به د يمن د قانوني حکومت تر بېرته حاکمولو پورې دوام وکړي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر يمن باندې په بريد کې د عربستان په مشرۍ له ايتلاف څخه ملاتړ، د کابل او تهران تر منځ پر اړيکو منفي اغېز رامنځته کړى و چې تهران ته د ولسمشر په سفر سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له سره رغېدلى شي.

مژده زياته کړه چې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړيکو اغېر پرېښودى شي، په داسې حال کې چې تهران اوسمهال په افغانستان کې د داعش له رامنځته کېدو، افراط پالنې او نا امنۍ او نشه يي توکو اندېښمن دى چې د ولسمشر د سفر په ترڅ کې به د يادو مسايلو په اړه خبرې اترې وشي او په دې اړه هوکړې هم شوې او که چېرې دغه هوکړې عملي بڼه واخلي نو د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړيکو به مثبت اغېز پرېباسي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې تهران ته ولاړ او د ايراني چارواکو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ياد هېواد په پلازمېنه تهران کې په يوه ګډه خبري ناسته کې، د دواړو لورو تر منځ د همکاريو پر پراختيا، د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د يوه نوي باب پر رامنځته کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همکاريو ټينګار وکړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دوه هوکړه ليکونه هم لاسليک کړل.

مژده وويل، افغانستان څو ځلې ايران ته دا ډاډ ورکړى چې له سعودي عربستان او لوېديځ سره د افغانستان اړيکې به هېڅکله هم د کابل او تهران تر منځ اړيکو ته زيان ونه رسوي، خو ايران ته سخته ده چې د کابل پر دغو خبرو باور وکړي.

هغه زياته کړه: "افغانستان کې تر اوسه پورې يو بشپړ حکومت نه دى رامنځته شوى او اوسنى حکومت چې خلک يې شاهدان دي، د حامد کرزي تر حکومت کمزورى ښکاري؛ ځکه د حکومت په داخل کې د مشرانو تر منځ ډېر اختلافونه شتون لري  او دغو مسايلو ته په پام سره فکر کوم چې که چېرې افغان حکومت ډاډ هم ورکړي، خو ايران به يې زيات جدي ونه نيسي او دې مسئلې ته به په پوره احتياط سره پام وکړي."

دغه کارپوه زياته کړه چې دا ډول شرايطو کې به د افغانستان لپاره ډېره ستونزمنه وي چې د ايران او سعودي عربستان تر منځ تعادل وساتي، خو بيا هم افغانستان کولى شي چې د هېوادونو تر منځ په اړيکو کې تعادل د لفظ تر کچې ټينګ کړي، خو په عملي ډګر کې ډېره ستونزمنه ده چې داسې کوم کار ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.