ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې دوه وروڼه ووژل شول

بادغيس کې دوه وروڼه ووژل شول

author avatar
20 Apr 2015 - 11:02
بادغيس کې دوه وروڼه ووژل شول
author avatar
20 Apr 2015 - 11:02

قلعه نو( پژواک، ٣١ ورى ٩٤): څو تنو وسله والو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د شخصي دښمنيو له امله دوه وروڼه وژلي او د هغوى زوم يې ټپي کړى دى.

د قادس ولسوال صالح محمد بېک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په "قال چرخ" سيمه کې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د ملا محمدحسن په نوم يو تن چې وسله وال طالب دى او د هغه څو تنو ملګرو، د شخصي دښمنۍ له امله دغه دوه تنه وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

دى وايي چې وژل شوي او ټپي تن نارينه دي او  وژل شوي کسان د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان ګلاب الدين خپلوان هم دي.

د سيمې يوتن اوسېدونکى ملا عبدالقيوم وايي چې ملامحمدحسن او له هغه سره ملګري څو تنه تېره شپه د وژل شويو کسانو کور ته ورغلي او کله چې د دروازې تر ډبولو وروسته ياد کسان ورته راوتلي وو، ډزې يې پرې کړې وې.

دى وايي چې لومړى يو تن راوتلى او هغه يې پر ډزو وژلى و او بيا دوه نور کسان راوتلي چې د ملا محمد حسن او د هغه د ملګرو په ډزو کې يې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

ده وويل چې ټپي شوى تن له وژل شويو کسانو څخه د يو تن زوم دى.

هغه هم وايي چې دغه کسان د کورني تاوتريخوالي او پخوانۍ دښمنۍ  له امله وژل شوي دي. ده د هغوى تر منځ د پخوانۍ دښمنۍ د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل.

ملا عبدالقيوم وويل چې ټپي شوى تن د قادس په کلينيک کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.