لښکرګاه (پژواک، ٣١ ورى ٩٤): د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه پر لومړۍ امنيتي حوزې ډله ييز بريد تر لسو ساعتو وروسته د ١٤ کسانو په مرګ ژوبلې پاى ته ورسېد.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د وري په ٣١مه سهار شاوخوا شپږ بجې د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام په شاوخوا شپږ نيمو بجو دوه ځانمرګو بريدګرو پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد کړى و.
هغه زياته کړه چې يو ځانمرګى بريدګر په لومړيو شېبو کې د پوليسو له خوا ووژل شو، خو دويم يې ځان خوندي ځاى ته ورساوو او د سهار تر پنځو بجو پورې يې مقاومت وکړ.
دى وايي: ((موږ له ډېر احتياط څخه کار واخيست، هڅه مو کوله چې د لومړۍ حوزې پوليس خوندي وژغورو.))
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يواځې درې پوليس ټپيان شوي او دوه ځانمرګي بريد ګر وژل شوي او د حوزې دوه خونې هم سوځېدلې دي.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان جنرال غلام سخي غفوري هم په لاس ټپي شوی دی.
په لښکرګا کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوی ته له يادې پېښې ۳ مړي چې يو يې په ملکي جامو کې دى او ١١ ټپي پوليس ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن