ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کله کله د کورنيو چارو وزارت پيسې د وسله والو مخالفينو لاس ته ورځي”

“کله کله د کورنيو چارو وزارت پيسې د وسله والو مخالفينو لاس ته ورځي”

author avatar
21 Apr 2015 - 18:09
“کله کله د کورنيو چارو وزارت پيسې د وسله والو مخالفينو لاس ته ورځي”
author avatar
21 Apr 2015 - 18:09

کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت مشره وايي چې ځينې وختونه د فساد له امله د کورنيو چارو وزارت بېلابېلو برخو ته ځانګړې شوې پيسې د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته ورځي او د امنيتي ځواکونو پر ضد کارول کېږي.

 د کورنيو چارو وزارت وايي چې د فساد د مخنيوي لپاره کلکه مبارزه دوام لري او تېر کال ددې وزارت د ٦٥ لوړ رتبه افسرانو او لسو قرار دادي شرکتونو دوسيې چې پر پراخه مالي فساد تورن وو، له پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو مشرې مېرمن پياشترنوال چې نن يې په کورنيو چارو وزارت کې د ملي پوليسو د مسووليتونو او حساب ورکونې په اړه يوه سيمينار ته خبرې کولې، وويل چې په کورنيو چارو وزارت کې ننګونې شته، خو په ټوله کې اداري فساد خلکو او دولت ته ګواښ دى.

 هغې زياته کړه:((فساد باور او هيله له منځه وړي، فساد بېلابېلو څانګو ته د ځانګړو شوو پيسو د لوټلو سبب کېږي او د داسې کسانو لاس ته ورځي چې د افغانستان د ګټو پر ضد کار کوي.))

 نوموړې زياته کړه:((کله کله همدا پيسې د وسله والو مخالفينو لاس ته ورځي او بېرته د امنيتي ځواکونو پر ضد کارول کېږي.))

دې وويل چې د ملي پوليسو چارواکي بايد د قانون پلي کوونکي  وي، له وزارت نه د فساد لمن ټوله کړي او افسران دې تر لاس لاندې کارکوونکو او سرتېرو ته بېلګې وي.

 هغې څرګنده کړه چې د اروپايي ټولنې پوليس له افغان ملي پوليسو سره د همکارۍ په برخه کې کړو وعدو ته ژمن دي او ټوليزه موخه يې داده چې پوليس تر ډېره د ولسي توب خواته ولاړ شي.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو له اداري فساد سره پر مبارزه ټينګار وکړ، خو په افغانستان کې يې د اروپايي ټولنې ماموريت د مشرې په اړه څه ونه ويل ځکه چې مېرمن پياشترنوال د ننني سيمينار د مراسمو وروستۍ وينا واله وه.

 د کورنيو چارو وزارت د تفتيش عمومي مشرعبدالکريم نجرابي وويل چې په تېر کال کې د فساد د بېلابېلو بڼو، قانون ماتونو، له پوليسو څخه د خلکو د شکايت او په دنده کې د ناغيړۍ له امله ٢٢٩٠ شکايتونه په کورنيو چارو وزارت کې ثبت شوي دي.

دده په خبره، ٢٢ قضيې چې په اړه يې د پوليسو ٦٥ لوړ پوړي افسران او  لس قرار دادي ستر شرکتونه چې په قرار دادونو کې يې د فساد تصوير کېږي، هم په دې ليست کې شامل دي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

هغه په دې اړه زيات جزييات ورنه کړل او د اداري فساد سره پر مبارزې د ټينګار تر څنګ يې وويل چې د محکمو پرېکړه به پردې اشخاصو او شرکتونو پلې شي.

 د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په دې سيمينار کې د تفتيش رياست منسوبينو ته په خطاب کې وويل:((کوښښ وکړئ چې پر لمن مو داغ ونه لګيږي، بايد په عمل کې اجرا ات ولرو، څو وکولى شو چې د پوليسو لمن پاکه وساتو، خدمتونه تر سره کړو، د ولسي پوليسو رول زيات کړي، باور لرم چې له دې سره به د خلکو همکاري هم زياته شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.