ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ملي اردو له سرتېرو د سرونو پرېکول ومنل

طالبانو د ملي اردو له سرتېرو د سرونو پرېکول ومنل

author avatar
21 Apr 2015 - 14:41
طالبانو د ملي اردو له سرتېرو د سرونو پرېکول ومنل
author avatar
21 Apr 2015 - 14:41

فيض اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): وسله والو طالبانو د بدخشان په جګړه کې د  ملي اردو له يو شمېر سرتېرو د سر پرې کول منلي، خو وايي چې دغه کار د هغوى د ملګرو له خوا پر خپل سر په غچ اخيستنه ترسره شوى دى.

ځايي چارواکي وايي چې د وري په ٢١مه نېټه د بدخشان د جرم ولسوالۍ په خستک دره سيمه کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې د ملي اردو ٢٧ منسوبين ووژل شول او له دې ډلې د اتو سرتېرو سرونه غوڅ شوي دي.

وسله والو طالبانو پژواک خبري اژانس ته په يوه رااستولي برېښناليک کې ويلي، د دوى څېړنې څرګندوي چې د روان کال د وري په دويمه نېټه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دوى د ملګرو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې وه چې مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ يو شمېر طالبان هم وژل شوي وو.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په دې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دولتي سرتېرو دا طالبان پر مخ پر مرميو ويشتلي چې د پېژندلو نه وو چې دغه کار د طالبانو د غوسې لامل شوى و.

هغه ويلي، له دې پېښې وروسته د جرم ولسوالۍ د خستک درې په نښته کې چې لس ورځې وړاندې رامنځته شوه، دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو دا چې دولتي سرتېرو په وردوج جګړه کې د طالبانو جسدونه مثله کړي وو، دغه کار د دې لامل شو چې ځيني طالبان پر خپل سر په غچ کې د اوو سرتېرو سرونه پرې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مثله کول او سر پرې کول د پوځي روش خلاف کار دى او د دې دواړو پېښو اصلي عاملين مقابل لورى دى؛ ځکه چې لومړى مقابل لوري دا ډول عمل په وردوج کې ترسره کړى و.

سرچينې زياته کړه چې طالبان خپلو افرادو ته په ټينګه لار ښوونه کوي چې د جګړې پر مهال اسلامي اصول او د "اسلامي امارت" لايحه په پام کې ونيسي، ځکه چې پوځي لايحه دوى ته امر کوي چې د وژل وړ هر مجرم  پر ډزو ووژني او تصوير اخيستل يې منع اعلان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو د سر پرې کېدو تصويرونه په خواله شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک کې خپاره او دا پېښه د خلکو د غوسې او سختو نيوکو لامل شوه.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې خپلو ټولو افرادو ته يادونه کړې او ويلي دي: ((له اسلامي اصولو وړه خلاف سر غړونه د دوى د پرمختګ مخه نيسي  او ټول طالبان خبروي  چې که له دې وروسته چا د پوځي  تګلارې خلاف عمل وکړ، د شرعي اصولو په رڼا کې به مجازات شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.