ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ننګرهار ته دې د سرتېرو تشکيل ډېر شي”

“ننګرهار ته دې د سرتېرو تشکيل ډېر شي”

author avatar
21 Apr 2015 - 14:57
“ننګرهار ته دې د سرتېرو تشکيل ډېر شي”
author avatar
21 Apr 2015 - 14:57

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا غړو په اعتراضيه غونډه کې غوښتنه وکړه چې  په دغه ولايت کې  دې د امنيتي سرتېرو تشکيلات ډېر شي.

د دې شورا غړي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د پنځه ميليونه په شمېر وګړي اوسېږي خو مرکزي ادارې ورته د يو عشاريه درى ميليونه وګړو په شمېر د امنيتي سرتېرو تشکيل ورکړی دی.

د يادې شورا غړو په همدې غبرګون د غويي په لومړۍ نېټه د شورا د ودانۍ مخې ته خېمه ووهله او اعلان يې وکړه تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې مرکزي حکومت يې د امنيتي سرتېرو تشکيل نه وي ډېر کړی.

د ننګرهار  ولايتي شورا مرستيال ډاکتر ناصر کامه وال د اعتراضيه غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن د ولايتي شورا غړو د اعتراض په ډول خېمه درولې او په کې راټول شوي چې حکومت د ننګرهار د امنيتي سرتېرو تشکيل ډېر کړي.))

کامه وال وويل چې د ننګرهار ولايت ۵ ميليونه نفوس لري خو مرکزي حکومت د دغه ولايت لپاره د يو عشاريه درې ميليونه نفوس د امنيتي سرتېرو تشکيل ورکړی دى.

بلخوا د ولايتي شورا بل غړي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل: ((په ننګرهار کې د نا امنيو ستر دليل د امنيتي سرتېرو د تشکيل کموالی دی، ټول ولايت کې شاوخوا  درى زره امنيتي سرتېري دي ايا دا کولای شي دا ولايت وساتي؟))

زمري زياته کړه چې ننګرهار د هېواد په کچه له اوو لومړي درجه ولايتونو يو دی خو د ده په وينا د امنيتي سرتېرو تشکيل يې د درېيمې درجې ولايتونو په کچه دی.

نوموړي زياته کړه: ((تاسو د ننګرهار  ولايت پېچلې اراضي وګورئ، موږ په سرحد کې يو، په لرو پرتو سيمو کې د ولسواليو د پوليسو او امنيتي سرتېرو تشکيل دومره دی چې اېله د ولسوالۍ مقام وساتي.))

د ولايتي شورا بل غړي جاويد زمان غمشريک پژواک اژانس ته وويل چې دوی په خپلو اعتراضونو ته  تر هغې دوام ورکړو چې غوښتنې يې نه وي منل شوي.

غمشريک زياته کړه: (( پېښې کېږي خو خلک امنيتي ادارې ګرموي، خو اصلي خبره دا ده چې د ننګرهار د امنيتي سرتېرو تشکيل د درېيمه درجه ولايتونو په کچه دی، حکومت بايد زموږ غوښتنې ومني که نه موږ به د اعتراض په ډول په درولې خيمه کې ناست يو.))

د ولايتي شورا دا غړی وايي چې کاري اعتصاب نه کوي،خو تر هغې به خپل اعتراض ته دوام ورکړي، چې حکومت يې غوښتنې نه وي منل شوي.

د ننګرهار امنيتي ادارې که څه هم په ډېرو غونډو کې ويلي چې کولاي شي په شته امکانانو او ېوازې سر د دې ولايت ساتنه وکړي خو اوس د دې خبر په غبرګون امنيتي ادارو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.