ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: خلک دې له افغان ځواکونو سره مرستې ته راپورته شي

ديني عالمان: خلک دې له افغان ځواکونو سره مرستې ته راپورته شي

author avatar
22 Apr 2015 - 15:37
ديني عالمان: خلک دې له افغان ځواکونو سره مرستې ته راپورته شي
author avatar
22 Apr 2015 - 15:37

خوست ښار (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د خوست ديني عالمانو په هېواد کې روان ترسره کېدونکي بريدونه ترهګريز فعاليتونه بللي، د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو وژل، تښتول او ځورول يې د اسلام له نظره ناروا کړنې يادې کړې دي.

د خوست له مرکز او ولسواليو لسګونو راټولو شوو ديني عالمانو، دغه څرګندونې د غويي په ٢مه په خوست ښار کې له قومي مشرانو سره په يوه ګډه غونډه کې وکړې.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي غونډې ته وويل، ټول هغه بريدونه، چې بې ګناه انسانانو ته په کې زيان رسېږي، نه په اسلام کې او نه هم د بشريت په قوانينو کې جواز لري.

نوموړي زياته کړه: ((اسلام هېچا ته اجازه نه ده ورکړې، يو مسلمان پرته له دې چې محکمه پرې حکم ورکړي، ووژني او يا نور زيان ورته ورسوي.))

هغه دغه راز په ننګرهار، بدخشان، مزاشريف، خوست، هلمند او کندهار ولايتونو کې وروستي ترهګريز بريدونه نه بښونکي وبلل او د مخنيوي لپاره يې له خلکو له امنيتي ځواکونو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

په دغه ولايت کې د مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ د افغانستان پر ټولو ديني عالمانو نيوکه وکړه چې په هېواد کې د بحران د پای ته رسېدو لپاره يې خلکو ته حقايق نه دي بيان کړي.

نوموړي ديني عالمان مسوول او مکلف وګڼل، تر څو خلکو ته هغه څه بيان کړي چې اسلام د مسلمانانو لپاره سمه لار بللې او په دې حساسو شرايطو کې چوپه خوله پاتې کېدل، له خاورې او ولس سره خيانت دی.

هغه زياته کړه: ((که ها خوا ديني عالمان دي، خپلو جنګياليو ته د شهادت او د غازي کېدو فتوا ورکوي او که دې خوا ديني عالمان دي، امنيتي ځواکونو ته د شهيد او غازي کېدو فتوا ورکوي. راځئ دا مسايل روښانه کړو او يوه ګډه فتوا ورکړو.))

د خوست يوه بل ديني عالم مولوي ګل محمد بيدار سولې ته د وسله والو طالبانو په هڅونه او د ثبات د ټينګښت په برخو کې د ديني عالمانو او نورو بانفوذه شخصيتونو پر رول ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه: ((افغان دولت بايد علماوو او قومي مخورو ته ډېر ارزښت ورکړي. وسله وال طالبان هم بايد سولې ته کېني چې اوسنيو ناامنيو ته لار وموندل شي.))

قومي مشر هميم منګل وايي، تر هغه چې وسله وال طالبان او يا د حکومت نور مخالفين سولې ته غاړه کې نه ږدي، ناشونې ده چې په هېواد کې امنيت رامنځته شي او ثبات ټينګښت ومومي.

نوموړي وويل: ((د دې لپاره چې د ځانمرګو او نورو بريدونو مخنيوی وشي او د افغانانو وژنه پای ته ورسېږي، تر ټولو لازمه دا ده چې حکومت د جنګ پر ځای خبرو اترو ته ترجيح ورکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.