ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پوهنتون چارې د ودانۍ د نشتوالي له امله زيانمنې شوې دي

د هلمند پوهنتون چارې د ودانۍ د نشتوالي له امله زيانمنې شوې دي

author avatar
22 Apr 2015 - 16:26
د هلمند پوهنتون چارې د ودانۍ د نشتوالي له امله زيانمنې شوې دي
author avatar
22 Apr 2015 - 16:26

لښکرګاه (پژواک،٢ غويى٩٤): په هلمند کې اووه کاله مخکې پوهنتون تاسيس شو او اوسمهال نږدې ١٦٠٠ محصلين لري، خو د ځينو ستونزو له امله تر اوسه ځانګړې ودانۍ نه لري.

د دغه پوهنتون استادانو او محصلينو نن په يوه خبري ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت، دغه پوهنتون ته په نه پاملرنې تورن کړ او ويې ويل چې د ودانۍ د نه درلودو له امله په درسي او اداري چارو کې د دوى ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د هلمند پوهنتون رييس انجنير محمد سورګل عبدالرحمن خبريالانو ته وويل، د پوهنتون درسي چارې د پوهنې رياست په اړوند ليليو او د دارالمعلمين په ودانۍ کې مخته وړي.

عبدالرحمن وايي، د هلمند پوهنتون لپاره د لښکرګاه ښار ١٧ کيلومترۍ د کندهار- هلمند د لويې لارې ترڅنګ شاوخوا ٧٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې، خو تر اوسه يې يواځې يوه اداري ودانۍ او د احاطې دېوال ٥٠ سلنه دېوال بشپړ شوى دى.

هغه زياته کړه، که څه هم پوهنتون د ګرشک ولسوالۍ اړوند ناامنه ساحه شندک مانده په سيمه کې موقعيت لري، خو پوهنتون د نيمګړو ودانيو له امله د ګټې اخيستنې وړ نه ده.

هغه زياته کړه: "د دې لپاره چې دغه ستونزې حل شي، پخواني ولسمشر د ښار په منځ کې ۷۰ جريبه ځمکه ورته ځانګړې کړه او يو نيم ميليون ډالر يې د درسي ودانيو جوړېدو لپاره هم د نشه يي توکيو پر ضدد مبارزې وزارت له خوا منظور شوي، خو تر دې مهاله دا ځمکه موږ ته تسليم شوې نه ده."

عبدالرحمن د لوړو زده کړو له وزارت او ولايتي چارواکو وغوښتل چې په لښکرګاه ښار کې د پوهنتون لپاره ځانګړې شوې ځمکه او پيسې د دوى په واک کې ورکړي، تر څو د جوړولو چارې په خپله مخته يوسي.

هغه وويل د پوهنتون د ودانيو د جوړولو ټول لګښت ٣ ميليون ډالره کېږي چې د نشه توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د امريکا سفارت له خوا ورکول کېږي.

خو د هغه په خبره، د امريکا سفارت څه پيسې په ګرشک کې د پوهنتون پر نيمه کاره ودانۍ لګولې او وايي چې د اصولو له مخې نه شي کولى دوهمه ودانۍ تمويل کړي.

خو هغه وويل چې چارواکي بايد د امريکا سفارت هم قانع کړي چې پاتې پيسې په دويمه سيمه کې د پوهنتون پر ودانۍ ولګوي.

د هلمند پوهنتون علمي مرستيال احسان الله حيات وويل، په تېرو اتو کلونو کې نه يواځې دوی ته انکشافي بوديجه نه ده ورکړل شوې، بلکې عادي بوديجه هم پر وخت نه ورکول کېږي او دا د پوهنتون چارې ورځ تر بلې ستونزمنوي.

حيات وايي، که ددوى ستونزه هواره نه شي، نو د راتلونکي کال لپاره نوي محصلين نه شي جذبولى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.