ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ښوراوک او ريګستان خلک هېڅ روغتيايي اسانتيا نه لري

د کندهار د ښوراوک او ريګستان خلک هېڅ روغتيايي اسانتيا نه لري

author avatar
22 Apr 2015 - 11:34
د کندهار د ښوراوک او ريګستان خلک هېڅ روغتيايي اسانتيا نه لري
author avatar
22 Apr 2015 - 11:34

کندهار (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د کندهار ولايت د ښوراوک او ريګستان ولسواليو اوسېدونکي وايي، په ولسواليو کې يې هېڅ راز روغتيايي اسانتياوې نشته او خپل ډېر عادي ناروغان هم د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د درملنې لپاره وړي.

هغوى دغه راز زياتوي چې د لارو د خرابوالي له امله يې ډېر مهال ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

د ښوراوک ولسوالۍ د بالاحصار سيمې يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، کلونه وشول چې دغه ولسوالي له روغتيايي اسانتياوو بې برخې ده او ناروغان يې د درملنې لپاره پر اوږدو او خرابو لارو پاکستان ته وړل کېږي.

هغه زياته کړه، په ټوله ولسوالي کې ان يو کلينيک هم نشته، ځکه خو ډېرې عادي ناروغۍ هم د خلکو ژوند اخلي.

دى وايي، د دې تر څنګ په دې ولسوالي کې مخابراتي اسانتياوې هم نشته او دغه راز کندهار ښار ته غځېدلې لاره يې هم کنډ او کپر ده، ځکه خو خلک مجبور دي د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

فيض محمد زياته کړه: ((خلک نه يوازې خپل ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته وړي، بلکې خوراکي او غير خوراکي توکي هم له هغه ځايه راوړي.))

نوموړي ګيله وکړه چې حکومت ښوراوک ولسوالي له پامه غورځولې او ان په تېرو څوارلسو کلونو کې يې دغلته يو روغتيايي مرکز هم جوړ نه کړ.

هغه وويل، د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکي له نوي حکومت څخه غوښتنه کوي چې هغوى ته دې د ژوند د نورو اسانتياوو د برابرولو تر څنګ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

د رېګستان ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه دغه ولسوالي د ژوند له ګڼو اسانتياوو بې برخې ده او خلک يې له کړاو څخه ډک ژوند تېروي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي شيرين پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو لويه ستونزه د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى دى.

هغه زياته کړه: ((زموږ په ولسوالي کې کلينيک خو څه کوي، يو درملتون هم نشته، خلک له راز راز ستونزو سره مخ دي، دلته چې کله هم څوک ناروغ شي، د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، ځکه کندهار ښار له دې ولسوالۍ څخه ډېر ليرې دى او لاره يې هم ډېر خرابه ده چې تګ راتګ پرې بېخي ناشونى دى.))

نوموړي هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به تر څو د محروميت او کړاو ژوند تېروي، په کار ده حکومت د کندهار ښار او رېګستان ولسوالۍ تر منځ سړک پوخ کړي، مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي او د خلکو د درملنې لپاره روغتيايي مرکز جوړ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.