ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيدخېل: په کونړ کې  ١١ ترهګرې ډلې فعاليت کوي

سيدخېل: په کونړ کې ١١ ترهګرې ډلې فعاليت کوي

author avatar
22 Apr 2015 - 16:54
سيدخېل: په کونړ کې  ١١ ترهګرې ډلې فعاليت کوي
author avatar
22 Apr 2015 - 16:54

اسعداباد (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې ٧١٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل دغه څرګندونې د غويي په ٢مه د ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د تېر کال د راپور وړاندې کولو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې د تېر کال پر مهال يې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د افغان ملي ځواکونو له خوا ۳۸ لوی او واړه عمليات ترسره شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې ٤٨١ وسله وال طالبان وژل شوي،٢٣٢ نور ټپيان او ٢٨ ژوندي نيول شوي دي.

سيدخېل وايي چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ۱۷۳ملکي خلک وژل شوي او ۳۵۳ نور ټپيان شوي.

امنيه قوماندان وويل چې د تېر کال له پيله تر پاى پورې له وسله والو طالبانو سره په جګړو او ماين چاودنو کې ٦٢ پوليس وژل شوي او ١٧٧ نور ټپيان شوي دي.

عبدالحبيب سيدخېل وايي چې په کونړ کې د وسله والو ١١ بېلابېلې ډلې (حزب اسلامي، امارت اسلامي، سلفيه، القاعده، لشکرطيبه، لشکراسلام، تحريک طالبان پاکستان، جيش اسلام، البدر، جنوب خراسان، فدايان اسلام) فعاليت کوي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې په يادو ډلو پورې اړوند ٥٧٨٦ وسله وال مخالفين فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.