ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د حفظ او مراقبت مدير ووژل شو

د فراه د حفظ او مراقبت مدير ووژل شو

author avatar
23 Apr 2015 - 12:09
د فراه د حفظ او مراقبت مدير ووژل شو
author avatar
23 Apr 2015 - 12:09

فراه (پژواک، ٣ غويى ٩٤): وسله والو د فراه د ټولګټو  رياست د حفظ او مراقبت مدير محمدهاشم په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.

د پشترود ولسوال غوث الدين نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په "ګجګين" سيمه کې د محمدهاشم کور ته ورغلي او هغه يې په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.

غوث الدين وويل چې پر محمدهاشم بريدکوونکي تښتېدلي دي.

هغه وايي چې محمدهاشم د فراه په مرکز کې دنده لرله، خو کور يې په ګجګين کې و.

د محمد هاشم د وژلو مسووليت  تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.