لښکرګاه (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د پوليسو د يوې پوستې قوماندان وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان دي.
د سنګين ولسوال محمد داود نورزي د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار د ولسوالۍ په مرکز کې شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې چې د پوليسو پر موټر د ګزمې پر مهال شوې، د رحمان شاه په نوم د پوليسو د يوې پوستې قوماندان وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن