ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د کونړ د ١٢ ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي

وسله والو د کونړ د ١٢ ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي

author avatar
24 Apr 2015 - 16:26
وسله والو د کونړ د ١٢ ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي
author avatar
24 Apr 2015 - 16:26

اسعداباد (پژواک، ٤ غويى ٩٤): چارواکي وايي، وسله والو د کونړ د مرکز په ګډون په ١٢ ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او ١١ وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو دغه بريدونه نن سهار پيل کړي او د امنيتي ځواکونو له کلک غبرون سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه چې د سرکاڼو د پشد سيمې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو په بريد کې درې وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

نوموړي وويل چې په دغو بريدونو کې د يو سيمه ييز او بل ملي پوليس د ټپي کېدو تر څنګ د وسله والو طالبانو له خوا پر ډزو درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

سيدخېل وايي چې دوى د وسله والو د بريدونو پر وړاندې خپل تدابير ټينګ کړي او پوليس د دې وړتيا لري چې په هر ډول حالت کې له خلکو او ځانه دفاع وکړي.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې دوى د کونړ په ډېرى ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او کاروانونو بريدونه کړي او ګڼ مالي او ځاني زيان يې ور اړولى دى.

ذبيح الله مجاهد پرته له نورو جزئياتو پژواک اژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې د دوى يوازې درې کسان ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې چې وړمه ورځ وسله والو طالبان د عزم په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ او ويلي يې وو چې له نن (جمعې) ورځې به په ټول افغانستان کې پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.