ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ١٥ وسله وال وژل شوي

کندوز کې ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
24 Apr 2015 - 16:23
کندوز کې ١٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
24 Apr 2015 - 16:23

کندوز (پژواک، ٤ غويى ٩٤): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت يې کې د پوليسو پر ځينو پوستو د وسله والو د بريدونو مخنيوى کړى او په يوه متقابل بريد کې يې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٥ وسله وال وژلي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کندوز ښار په څنډه کې د چغور قشلاق سيمې او د خان اباد ولسوالۍ پر پوستو وسله والو بريدونه وکړل.

هغه وويل چې د چغور قشلاق سيمې پر امنيتي پوستو له بريد وروسته د امنيې قوماندانۍ له لوري مرستندوى پوليس ولېږل شول او په متقابل بريد کې د وسله والو يو قوماندان ملا طوفان له خپل يوه کس سره ووژل شو.

دغه راز د حسيني په خبره، پوليس ځواکونه بريالي شول له وسله والو سره په دې اوږده نښته کې چې د شپې له نيمايي تر نن غرمې پورې د خان اباد اړوند د کندوز-تخار پر لويه لار رامنځته شوې وه، دوام پيدا او بريدګر له ماتې سره مخ کړي

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول زياته کړه چې د پوليسو په دې متقابل بريد کې د يوه سيمه ييز قوماندان قاري رحم الدين په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي تز پنځه نور ټپيان شوي دي.

هغه ويلي چې په دې نښته کې دوه پوليس هم وژل شوي دي.

د حسيني د معلوماتو پر بنسټ چې د وسله والو د يادو دوو قوماندانانو مړي د پوليس لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغې ډلې مخکې اعلان کړى و چې د عزم په نوم پسرلني عمليات يې په ټول هېواد کې نن (جمعې) مازديګر پيلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.