ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان:  د پکتيکا په جګړه کې ١٠ طالبان وژل شوي

امنيه قوماندان: د پکتيکا په جګړه کې ١٠ طالبان وژل شوي

author avatar
25 Apr 2015 - 08:53
امنيه قوماندان:  د پکتيکا په جګړه کې ١٠ طالبان وژل شوي
author avatar
25 Apr 2015 - 08:53

ښرنه (پژواک، ٥ غويى  ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې د بکخېلو په غير رسمي ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې امنيه قوماندان او ولسوال ټپيان شوي او د امنيتي سرتېرو په ځوابي ډزو کې لس بريدګر وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ سرپرست نثاراحمد عبدالرحيمزي د غويي په پنځمه پژواک ته وويل چې بريد تېره شپه ترسره شوى او بريدکوونکي د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي.

د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې ، په جګړه کې ١٠ طالبان وژل شوي چې د شپږو تنو جسدونه يې تر سهاره په سيمه کې پراته وو او خبريالانو ته وښودل شول.

هغه همداراز وويل چې د بکخېلو امنيه قوماندان او ولسوال هم برسېرن ټپيان شوي، خو بل چاته زيان نه دى رسېدلى.

طالبانو تر دې دمه رسنيو ته په دې اړه څه نه دې ويلي.

دا بريد په داسې وخت کې ترسره کېږي چې  طالبانو څو ورځې مخکې اعلان کړى وو چې د جمعې په ورځ به د عزم په نوم خپل پسرلني بريدونه پيلوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.