ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت له فساد سره د مبارزې ستراتيژي نه لري”

“حکومت له فساد سره د مبارزې ستراتيژي نه لري”

author avatar
26 Apr 2015 - 16:20
“حکومت له فساد سره د مبارزې ستراتيژي نه لري”
author avatar
26 Apr 2015 - 16:20

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٤): له اداري فساد سره د مبارزې او څارنې ګډه خپلواک کمېټه په هېواد کې د اداري فساد لوړې کچې ته د رسېدو په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ وايي چې افغان حکومت په دې برخه کې څرګنده ستراتيژي او اجنډا نه لري.

د دې کمېټې اجرايي مشر راشد ‎بهروز  نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له اداري فساد سره د مبارزې بهير په افغانستان کې د فساد پراخېدو ته په پام سره ډېر موثر نه دى.

د ده په خبره، له دې پديدې سره مبارزه غښتلې اراده غواړي او دا اداره اوسمهال د حکومت په مشرتابه کې شته، خو په ټيټو کچو کې په عملي ډول نه مشاهده کېږي.

هغه زياته کړه: ((له اداري فساد سره مبارزه ستونزه لري، له دې اړخه ادارې نه پوهېږي چې له اداري فساد سره مبارزه څنګه وړاندې يوسي، اړينه همغږي نشته او په دغه بهير کې ټول ښکېل بنسټونه د نورو ادارو له کاري چارو خبر نه دي.))

له فساد سره د مبارزې او څارنې ګډې خپلواکې کمېټې اجرايي مشر وويل چې په دولتي ادارو کې  له اداري فساد سره مبارزه رڼه نه ده او حتا په دې برخه کې اړوند بنسټونه خپل معلومات په لوى لاس له دې کمېټې سره نه شريکوي چې خپله د دې پروسې نا روڼتيا څرګندوي.

بهروز وويل: ((د اداري فساد په څو قضيو کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو نوم واخيستل شو او دا کسان تورن شوي دي، خو اړتيا ده چې دا قضيې په کره، رڼه او منصفانه ډول وڅېړل شي او د عدالت غوښتنې پروسه په ښه ډول مخته ولاړه شي.))

نوموړي په ورته وخت کې عدلي او کشفي ارګانونه تورن کړل چې په هېواد کې د فساد اروزنې راپور په چمتو کولو کې يې لازمه همکاري نه ده کړې او اړين معلومات يې د دې ادارې په واک کې نه دي ورکړي، خو تر اوسه دې ادارو په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

نوموړي د کابينې په معرفۍ کې ځنډ او د سرپرستانو له خوا د ولايتونو اداره کول له فساد سره د مبارزې د ټکني والي د لامل په توګه ياد کړ او په ډاګه يې کړه چې د ولايتونو ډېر سرپرستان له دې امله ډاډمن نه دي چې په خپلو پستونو کې به پاتې شي، نو ځکه يې له  دې ښکارندې سره د مقابلې ژمنه کمزورې ده.

د دې کمېټې د څارنې او ارزونې د کمېټې سلاکار وويل چې دا پروسه د قانون خلاف زورواکو او لوړ پوړو دولتي چارواکو له لاسوهنو سره مخ ده او دا وضعيت د دې سبب شوى چې عدلي او قضايي بنسټونه ونه شي کولى چې په دې برخه کې په بشپړه خپلواکۍ کار وکړي.

پر دې سربېره نوموړي وويل چې د ملي يووالي حکومت په جوړېدو سره د سياسي ارادې له اړخه له فساد سره د مبارزې خوشبيني شته؛ خو د دې ارادي پلي کولو وخت نيسي.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د تېر کال په ليندۍ مياشت کې د نړيوالې روڼتيا موسسې په خپل راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه برخه کې د نسبي ښه والي خبره کړې وه، خو اعلان يې وکړ چې په دې هېواد کې د فساد کچه لا هم پراخه ده او افغانستان له سوډان، شمالي کوريا او سوماليا وروسته په ١٧٢ رديف کې د نړۍ تر ټولو فساد هېواد دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.