ميدانښار (پژواک ۶ غويى٩٤ ) : د ميدان وردګو ولايت جلريز ولسوالۍ کې لسګونو سوداګرو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې د ظرفيت لوړونې روزنه ورکړل شوه.
ددې ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شپږ مياشتنى روزنيز پروګرام د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د ثبات پروګرام له لوري په لاره اچول شوى و.
هغه زياته کړه، چې ددې پروګرام له لارې د يادې ولسوالۍ لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ شمېر مهارتونه وښودل شول.
د دغه روزنيز پروګرام ګډونوالې نازيې وويل چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې د سوداګرۍ په برخه کې يې ډير نوي معلومات ترلاسه کړل او له دې وروسته به په ښه توګه وکولای شي،چې د خپلو سوداګريزو چارو په ترسره کولو کې د خپلې کورنۍ ورځنۍ ستونزې حل کړي .
دې زياته کړه، مېرمنې په خپل کور کې هغه سوداګريزو چارو باندې کار کوي،چې هم يې اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او هم د کورنۍ د نفقې ګټلو وسيله وګرځي .
هيله چې د دغه روزنيز پروګرام بله ګډونواله وه ، وايي د ښځو لپاره ورته پروګرامونه يو مثبت ګام او په اوسنيو شرايطو کې دغه چاره ترسره کول يو نوښت دى .
د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د ثبات پروګرام د چارو د ښه ترسره کېدو له امله مننه وکړه او همدا راز يې مېرمنو ته لارښوونه وکړه،چې په سوداګريزو چارو کې زده کړي مهارتونه د خپلو کورنيو نورو مېرمنو سره هم شريک کړي .
دا لومړی ځل دی چې په ميدان وردګو ولايت کې د سوداګرۍ په برخه کې مېرمنو ته روزنه ورکول کيږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن