ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امام صاحب ولسوال: له ٥٠٠ امنيتي ځواکونو سره مو اړيکه پرې شوې

د امام صاحب ولسوال: له ٥٠٠ امنيتي ځواکونو سره مو اړيکه پرې شوې

author avatar
27 Apr 2015 - 16:16
د امام صاحب ولسوال: له ٥٠٠ امنيتي ځواکونو سره مو اړيکه پرې شوې
author avatar
27 Apr 2015 - 16:16

کندوز (پژواک، ٧ غويى ٩٤): د امام صاحب ولسوال وايي چې له شاوخوا ٥٠٠ هغو امنيتي ځواکونو سره د ولسوالۍ اړيکه پرې شوې چې له مخالفينو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يې له پژواک خبري اژانس سره کولې، وويل چې دا ځواکونه د همدې ولسوالۍ  په تاشګذر، تازه لقي او نورو سيمو کې له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې ښکېل دي.

هغه زياته کړه چې دا موضوع يې له والي او ولايتي امنيتي چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه ولسوالۍ ته کوم اضافي امنيتي ځواکونه نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امام صاحب ولسوال مخکې پژواک ته ويلي وو چې شاوخوا دوه زره وسله والو مخالفينو پر ولسوالۍ بريد کړى او له امنيتي ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي.

هغه همدارنګه يادونه کړې وه چې نن شاوخوا غرمه مهال د دولت وسله وال مخالفين د دې ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره په عملي توګه په جګړه بوخت دي.

هغه د دواړو خواوو د وژل شوو او ټپيانو شمېر ونه ښود، خو يادونه يې وکړه چې په دغه بريد کې د بهرنيو په ګډون شاوخوا دوه زره وسله والو برخه اخيستې ده.

په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي مرکزي حکومت ته خبردارى ورکړى و چې د چهادرې، علي اباد، دشت ارچي او د کندوز د مرکز ګورتپې سيمه د وسله والو مخالفينو لاس ته د لوېدو په حال کې دي.

هغه وويل: ((د کندوز ٦٥ سلنه خاوره اوسمال د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ده.))

خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني له لاسه په وتلو او زيانمنو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو د پيل خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.