ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: بدخشان کې د ملي اردو له سرتېرو د سر پرې کولو عاملين ووژل شول

دفاع وزارت: بدخشان کې د ملي اردو له سرتېرو د سر پرې کولو عاملين ووژل شول

author avatar
27 Apr 2015 - 16:52
دفاع وزارت: بدخشان کې د ملي اردو له سرتېرو د سر پرې کولو عاملين ووژل شول
author avatar
27 Apr 2015 - 16:52

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٤): ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د وسله والو مخالفينو هغه څلور قوماندانان يې وژلي چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو په بريد او د ملي اردو د يو شمېر سرتېرو په وژلو کې ښکېل وو.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، د جرم ولسوالۍ په جګړه کې په ټوليز ډول د ملي اردو ٢٧ منسوبين ووژل شول چې له دې ډلې يې د اتو سرونه پرې شوي وو چې د ولسي جرګې او مدني بنسټونو په ګډون يې په ملي کچه سختې نيوکې راوپارولې.

خو له دفاع وزارته نن پژوک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو د سرتېرو وژونکي د خپلو اعمالو پر سزا ورسېدل.

سرچينې زياته کړې: ((څه موده وړاندې د کورنيو او بهرنيو ترهګرو يوې ډلې د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خستک سيمې په مربوطاتو کې د ملي اردو پر پوستو بريد وکړ چې په پايله کې يې د ملي اردو ٣٦ منسوبين په وحشيانه ډول شهيدان او ټپيان شول.))

د ملي دفاع وزارت په خبره، د ملي اردو منسوبين د غوره امنيت د تامين په موخه او د هغې ولسوالۍ د سرتېرو د وينې د غچ اخيستو په سبب له څه مودې راهيسې چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې په پايله کې يې څلور هغه مخالف وسله وال قوماندانان ووژ ل شول چې د ملي اردو د سرتېرو په وژنه کې ښکېل وو.

سرچينې دا کسان د قاري واصل، قاري فضل الله، قاري حسين او برکت الله په نومونو ياد کړل او ويې ويل چې ياد قوماندانان له خپلو څو ملګرو سره وژل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.