خوست ښار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د خوست ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو په يو لړ پلټونکو عملياتو کې د چاودېدونکو توکو او وسلو يوه زېرمه موندلې او ضبط کړې ده.
د يادو ځواکونو د قطعې قوماندان حبيب الله افشار د غويي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زېرمه يې د خوست مرکز اړوند ختيځ ته د کونډيو د صحرا په کلي کې د ځينو کشفي راپورونو پربنسټ د دوی لاسته ورغلې.
هغه د يادو پلټونکو عملياتو په ځای کې وويل، چې دغه زېرمه د ياد کلي په منځ کې د خځلو تر يوه ډيران لاندې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوې وه.
قوماندان افشار زياته کړه، په دغه زېرمه کې چاودېدونکي توکي، د ځانمرګو بريدونو په واسکټونو کې کارېدونکي وسايل، تبليغاتي مجلې او د ځينو نورو تخريبي فعاليتونو وسايل او مهمات شامل دي.
هغه وويل، چې د عملياتو پرمهال هيڅ ډول مقاومت نه دی شوی او نه يې چا ته زيان رسولی.
سرچينې زياته کړه، چې د ترلاسه شويو چاودېدونکو توکو او نورو وسايلو په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د حکومت کومې وسله والې مخالې ډلې په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن