ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“داعش دې د افغانستان پر ځای د کفري هېوادونو پر ضد جهاد اعلان کړي”

“داعش دې د افغانستان پر ځای د کفري هېوادونو پر ضد جهاد اعلان کړي”

author avatar
28 Apr 2015 - 16:36
“داعش دې د افغانستان پر ځای د کفري هېوادونو پر ضد جهاد اعلان کړي”
author avatar
28 Apr 2015 - 16:36

جلال اباد (پژواک، ۸ غويي ۹۴): د ننګرهار د سولې شورا رييس ، د افغانانو پر ضد روانه جګړه ناروا وبلله او له داعش څخه يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړه دې په غېر اسلامي هېوادونو کې پيل کړي.

د ننګرهار ولایت د سولې شورا رييس او پخواني جهادي مشر حاجي ملک نذير دا څرګندونې د غويي په اتمه ، په جلال اباد کې د "مجاهدينو د بريا ورځې" په نمانځغونډه کې وکړې.

ملک نذير جګړه دطالبانو حق وګڼلو ځکه دده په خبره  له واکه غورځول شوي وو، خو زیاته یې کړه  چې  که طالبان  د جهاد فتوا ورکوي  ځانونه کفر ته رسوي او دا سمه خبره نه ده.

هغه وايي: (( اوس داعش پکې راپيدا شو ،وايي د مسلمانانو مشر يم، افغانستان ته د جهاد لپاره ورځو،د خدای په قهر ککړ شئ که جهاد کوئ،اروپا ته ولاړ شه، فرانسې، جرمني او لندن ته ولاړ شه کفار هلته دي.))

اخوا په ياده غونډه کې لسګونو ديني عالمانو او جهادي مشرانو برخه لرله، چې په خپلو خبرو کې يې د سولې لپاره د هڅو د ګړندي کېدو او د سولې شورا په ترکيب کې د تغييراتو  غوښتنې وکړې.

ديني عالم او پخواني جهادي مشر،  مولوي ارشاد احمد وويل:(( د سولې شورا په ترکيب کې بايد اصلاحات راشي، شته ترکيب يوازې د پېسو د مصرفولو لپاره دی او سوله ځکه نه شي راوستلای چې د قضيې په طرف کې دي.))

هغه په خپلو خبرو کې د غويي د اتمې او  د مجاهدينود  قربانيو په اړه خبرې وکړې او هيله يې وکړه چې په هېواد کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شي.

بلخوا جهادي قوماندان حاجي عجب خان هم  وويل، چې په هېواد کې سولې او ثبات ته اړتيا ده او افغانان بايد په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

ده وويل: (( استخباراتي کړۍ له افغانستانه راتاوې دي،هېوادونه او قومونه سره يو ځای کېږي او افغانان په خپلو کې سره ويشل کېږي، ای افغانانو!  راويښ شئ او هېواد د  دغسې کړيو له عذابه خلاص کړئ.))

د غونډې په پای کې د ننګرهار ديو شمېر امنيتي ادارو د مشرانو او ولايتي چارواکو د جهاد د دروې ځينو معيبونو ته ګلونه ډالۍ کړل  او هغوی يې د هېواد قهرمانان ووبلل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.