ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ته تازه ځواکونه رسيدلي او جګړه يې پيل کړې

کندوز ته تازه ځواکونه رسيدلي او جګړه يې پيل کړې

author avatar
28 Apr 2015 - 11:16
کندوز ته تازه ځواکونه رسيدلي او جګړه يې پيل کړې
author avatar
28 Apr 2015 - 11:16

کندوز ښار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د کندوز والي وايي  چې له کابل او مزار شريف څخه تازه دم ځواکونه رارسيدلي او وسلوال مخالفين يې په شا تمبولي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د کندوز ولايت په مرکز ، قلعه زال او امام صاحب ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلوالو مخالفينو د ولايت د مرکز  اړونده د ګورتېپې ځينې سيمې هم نيولې دي.

د کندوز والي محمد  عمر صافي د غويي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ  ناوخته له کابل او مزار شريف څخه تازه دم ځواکونه سيمې ته رسيدلي دي.

هغه زياته کړه، چې راغلي ځواکونه د ولايت په مرکز ، امام صاحب او قلعه زال ولسواليو کې تازه عمليات پيل کړي دي.

د نوموړي په وينا، په قلعه زال ولسوالۍ کې ١٦ تنه وسلوال مخالفين او په  امام صاحب ولسوالۍ کې  ديوه قوماندان په ګډون ٢٧ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د کندوز والي وايي چې وسلوالو مخالفينو د ولايت د مرکز ګورتېپې يو شمېر سيمې نيولې دي، خو نوي راغلي ځواکونه له دوى څخه به دا سيمې بېرته ونيسي.

ده زياته کړه : (( اوس هم په بېلا  بېلو سيمو کې نښتې روانې دي او تر هغې به دوام کوي، څو پورې چې ټول ولايت له وسلوالو مخالفينو څخه پاک شوى نه وي.))

عمر صافي وويل چې د دې جګړو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي او نورو سيمو ته تللي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د نورو ځواکونو ترڅنګ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ځانګړي ځواکونه هم کندوز ولايت ته رسيدلي دي.

وسلوالو مخالفينو  د امام صاحب او قلعه زال ولسواليو کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.