ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د غزني ګيرو کې د طالبانو يو لوى مرکز نيول شوى

والي: د غزني ګيرو کې د طالبانو يو لوى مرکز نيول شوى

author avatar
29 Apr 2015 - 19:32
والي: د غزني ګيرو کې د طالبانو يو لوى مرکز نيول شوى
author avatar
29 Apr 2015 - 19:32

غزني ښار (پژواک ۹ غويى ۹۴) د غزني سرپرست والي وايي، چې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ګيرو ولسوالۍ د جهانګير سيمه چې د وسله والو طالبانو لوى مرکز و، نيولې ده.

سرپرست والي موسى خان اکبرزاده نن په غزني ښار کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګيرو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي، چې په همدې لړ کې يې نن د جهانګير سيمه ونيوله.

ده زياته کړه، جهانګير د وسله والو طالبانو مهم مرکز و، هلته به يې غونډې او د جنګ پلانونه جوړول او هم به يې له همدې ځايه ځانمرګي لېږدول.

د جهانګير د سيمې يوه اوسېدونکى عبدالرشيد پژواک اژانس ته وويل، چې له پرون شپې راهيسې يې سيمې ته امنيتي ځواکونه دننه شوي، په سيمه کې درنه نښته هم شوې او اوسمهال امنيتي ځواکونه په کې تر سترګو کېږي.

دى وايي: ((دلته به د طالبانو جلسې وې، په لسګونه طالبان به وو، هرڅه يې له دې ځايه تنظيمول او له دې ځايه به يې هدايت ورکاوه؛ په دې سيمه کې د داخلي وسله والو ترڅنګ بهرني وسله وال هم ليدل کېدل.))

بايد وويل شي، چې د جهانګير سيمه د ګيرو اړوند ده، خو ناوې ته نږدې پرته ده.

والي چې غرمه مهال يې خبرې کولې وويل، اوسمهال د ناوې ولسوالۍ د نيولو لپاره هم د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي، چې تراوسه يې په کې ۸ امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، که چېرته ناوه  په بشپړه توګه د دوی لاسته ورشي، نو نه يواځې د غزني، بلکې د ګاونډيو ولايتونو امنيت به هم ورسره ښه شي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د جهانګير سيمه اوس هم د دوی په لاس کې ده او ان داچې ناوې ولسوالۍ ته هېڅ امنيتي ځواکونه نه دي تللي او نه هم هلته د دوی پر وړاندې کوم عمليات شوي او نه هم کوم وسله وال طالب وژل شوى دى.

تېر کال د کب په مياشت کې د غزني سرپرست والي ويلي و، چې ناوې ولسوالۍ ته نږدې ۲۰۰ کورنۍ چې په داعش پورې تړلې دي، له وسلو سره د جنګ لپاره ورغلې دي.

ناوه د غزني په سوېل ختيځ کې په ۱۵۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له زابل او پکتيکا ولايتونو سربېره له پاکستان سره ګډه پوله لري؛ دغه ولسوالۍ له تېرو لسو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده. په دې ولسوالۍ باندې په پخوا کلونو کې هم عمليات شوي وو، خو بېرته له سقوط سره مخامخ شوې او د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده.

د غزني سرپرست والي وويل، د غزني په ناوې، ګيلان او مقر ولسواليو کې له تېرې يوې اوونۍ چاڼيز عمليات روان دي . دى ادعا کوي چې په دې عملياتو کې ټول اتيا وسله وال طالبان چې ١٧ يې پاکستانيان دي، وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.