ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې ٣٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل کې ٣٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Apr 2015 - 11:55
زابل کې ٣٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Apr 2015 - 11:55

کابل (پژواک، ٩ غويى ٩٤): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې يې د عملياتو پر مهال ٣٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ياد قول اردو رييس ارکان، بريد جنرال سيد واقف شاه سعيد د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زابل ولايت کې يې د بدر په چوکاټ کې د نجات په نوم پيل شوي عمليات اوس هم دوام لري.

هغه زياته کړه چې تر دې مهال په يادو عملياتو کې ٢٠ وسله وال وژل شوي، ١٩ نور ټپيان دي او څلور وسله وال له ١٧ شکمنو کسانو سره نيول شوي دي.

د جنرال واقف شاه په وينا، ملي ځواکونو د دغو عملياتو پر مهال ٢٠ ماينونه او يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دى وايي، دوى هڅه کوي چې د زابل په ټولو سيمو د وسله والو پټنځايونو ته ورشي او که تښتول شوي ٣١ کسانو درک يې ولګاوو نو هغوى به هم وژغوري.

بلخوا د دغه ولايت په مرکز کلات ښار کې د وسله والو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د زابل د سرپرست والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې تېر ماښام د لمانځه پر مهال وسله والو د کلات ښار اړوند د بسکې پله په سيمه کې پر پوليسو بريد کړى و چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې دوه طالبان هم ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو په کلات کې د دوو پوليسو د وژلو تر څنګ د ولايت په نورو برخو کې هم پر دولتي ځواکونو د بريدونو خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.