لښکرګاه (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
دا چاودنه نن (د غويي ٩مه) غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې د لښکرګاه ښار اړوند بست روغتون ته څېرمه د هغه جومات مخې ته شوې چې په کې د فاتحې مراسم روان وو.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې د څلورمې امنيتي حوزې د امر ورور هم شامل دى چې په جومات کې د فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره راغلى و.
د بشير په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د موټرسايکل بم د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
دى وايي چې دغه موټرسايکل د دوو موټرو په منځ کې درول شوى و.
د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي او وايي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن