ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شوي

کندوز کې د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شوي

author avatar
29 Apr 2015 - 18:38
کندوز کې د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شوي
author avatar
29 Apr 2015 - 18:38

کندوز (پژواک ٩ غويى ٩٤): د هېواد امنيتي ځواکونو په کندوز ولايت کې د طالبانو له لوري د نيول شويو او زيانمنو سيمو د بېرته نيولو په موخه پراخه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

 د دغه ولايت د چارواکو په وينا، د وروستۍ يوې اوونۍ په ترڅ کې په دغه ولايت کې له ٣٠٠ څخه زياتو وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات نن غرمه د کندوز ښار له مرکز سره په نږدې د تلوکه او ګورتپې په سيمو او د دغه ولايت په امام صاحب ولسواليو کې تر سره شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې پوليس، ملي اردو، ملي امنيت، سيمه ييز، سرحدي، عامه نظم پوليس، کومانډو او ځانګړې قطعې شتون لري، چې د وسله والو پر وړاندې يې ځمکي او هوايي عمليات پيل کړي دي.

 حسيني زياته کړه، چې دغه عمليات د زرګونه نويو سرتېرو په حضور کې په لاره اچول شوي، چې په دې وروستيو کې له کابل او بلخ ولايتونو څخه نور سرتېري هم د دغو امنيتي ځواکونو مرستې ته ورغلي دي.

 د کندوز والي محمدعمر ساپي وويل، چې د وروستيو څو ورځو وسله والو نښتو په ترڅ کې د دولت ١٤٠ وسله وال مخالفين او دغه راز ٢٠ امنيتي ځواکونه وژل شوي او د پنځو ملکيانو او ٢٨ دولتي سرتېرو په ګډون ١٢٠ وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

د کندوز والي ومنله چې د ٣٧ سيمه ييزو پوليسو له ډلې چې د کندوز ښار په مرکز ګورتپه سيمه کې د وسله والو له لوري نيول شوي وو، لس کسان له خپلو ځواکونو سره يو ځاى شوي او اوه نور يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د طالبانو له منګولو ژغورل شوي او پاتې نور به هم ازاد شي.

ساپي ننني عمليات پياوړي او ځانګړي عمليات وبلل او ويې ويل، چې د طالبانو له شتون څخه د کندوز د ټولو سيمو پاکولو وروسته به د يادو عملياتو لمن بدخشان، فارياب او د هېوادو نورو شمالي ولايتونو ته هم وغځول شي.

خو د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي د نا امنيو له زياتېدو او د امنيتي ځواکونو له دا ډول دريځ  اندېښمن دي.

 ياد اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دولت وسله والو مخالفينو د دغه ولايت پر يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړي، خو امنيتي ځواکونه يوازې د دوى له بريدونو د فاع کوي او د هغوى د ځپلو لپاره کوم عملي پروګرام نه لري.

 د کندوز والي زياته کړه، چې اوسمهال د امام صاحب او د کندوز ښار په تلوکه او ګورتپه سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات روان دي او ډېر ژر به ټولې له لاسه وتلې سيمې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.