ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بوديجه بايد له خلکو سره په سلا جوړه شي”

“بوديجه بايد له خلکو سره په سلا جوړه شي”

author avatar
30 Apr 2015 - 14:29
“بوديجه بايد له خلکو سره په سلا جوړه شي”
author avatar
30 Apr 2015 - 14:29

کابل (پژواک١٠غويى٩٤):د افغانستان د روڼتيا سازمان وايي چې حکومت بايد د خلکو لومړيتوبونو ته پام او د خلکو له سيمه ييزو استازو  او مدني ټولنو سره په سلا بوديجه جوړه کړي.

د افغانستان د روڼتيا سازمان مشر اکرام افضلي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د بوديجې په اړه ټولې پرېکړې په کابل کې کيږي او دغه سيستم تر ډېره  د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلى.

هغه زياته کړه : " بوديجه په کابل کې جوړيږي او دې ته ملي بوديجه هم نه شو ويلى او په دغه ډول بوديجو کې عدالت او روڼتيا هم تر ډېره  په پام کې نه نيول کيږي. "

د ده په وينا، د افغانستان بوديجه نمايشي بڼه لري ځکه د جوړېدو پر مهال يې د خلکو او  مدني ټولنو له استازو مشوره نه اخيستل کيږي .

هغه زياته کړه : "زموږ موخه دا ده چې خلک بايد حکومت ته  پروژې وټاکي او حکومت بيا له  خپلو امکاناتو سره سم پانګونه پرې وکړي. "

ده وويل چې حکومت بايد د بوديجي په برخه کې خلکو په تېره بيا د هغوى استازو ته د بوديجې په اړه پوهاوى ورکړي، تر څو وکولاى شي د بوديجه په اړه مشوره ورکړي. 

د هغه په اند حکومت د بوديجي په اوسني سيستم سره نه شي کولاى خلکو ته اړين خدمتونه وکړي، نو ځکه ورځ تر بلې خلک له دولت سره واټن پيدا کوي.

د هغه په وينا، که  چيرې د بوديجې په جوړونه کې خلکو ته ونډه ورکول شي نو وزارتونه به هم د بوديجې د نه لګولو له ستونزې سره نه مخ کېږي.

په ياده غونډه کې د کابل د ولايتي شورا استازي علي يزدان پرست هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد د بوديجې په جوړونه کې له خلکو سره مشورې وکړې.

هغه زياته کړه : "که له خلکو سره مشورې ونه شي ، نو په ولايتونو کې متوازن انکشاف نه شي رامنځته کېدلى، او همدا اوس چې خلک د بوديجې په جوړونه کې ونډه نه لري تاسو باور وکړئ چې حکومت ځينې ولايتونو ته  ډېره لږه بوديجه په پام کې نيولې ده. "

د ده په  وينا، حکومت بايد د بوديجې په جوړونه کې خلکو ته ونډه ورکړي ترڅو خلک پوه شي چې د روان کال په اوږدو کې په دغه  ولايت کې کومې پروژې تر کار لاندې دي او په کومه کچه يې چارې پرمخ تللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماليې وزارت په وار وار ويلي چې د افغانستان ملي بوديجه  له امکاناتو سره سم د اړتياووو نه، بلکې د لومړيتوبونو پر بنسټ جوړيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.