تعقيب- فراه (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): د فراه ولايت پر مرکز په راکټي بريد کې يو تن سخت ټپي شوى دى.
د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فراه د ولايتي روغتون او ابو نصر فراهي منځني ښوونځي تر منځ سيمه کې په يو ولاړ زرنج موټرسايکل کې دوه راکټونه ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغه په وينا، دغه راکټونه د ولايت پر مقام چې د يادې سيمې په شاوخوا سل مترۍ کې موقعيت لري، د توغولو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو او نن نږدې ١٢ بجې د ريموټ کنټرول له لارې وتوغول شول.
د ده د څرګندونو له مخې، دغه راکټونه يو د فراه د مرکز اړوند په ريګي سيمه کې لګېدلى او د بل د لګېدو ځاى يې تر اوسه نه دى معلوم.
جواد افغان وايي چې د راکټونو له توغولو سره ياد زرنج هم اور اخيستى او له امله يې يو ٤٥ کلن تن ټپي شوى دى.
د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي چې دغه تن په ياد روغتون کې بستر دى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
جواد افغان وايي د فراه ښار کې د پوهنې رياست مخې ته هم په يو زرنج موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، خو امنيتي ځواکونو نن شنډ کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن