ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په راکټي بريد کې يو تن ټپي شوى

د فراه په راکټي بريد کې يو تن ټپي شوى

author avatar
30 Apr 2015 - 12:27
د فراه په راکټي بريد کې يو تن ټپي شوى
author avatar
30 Apr 2015 - 12:27

تعقيب- فراه (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): د فراه ولايت پر مرکز په راکټي بريد کې يو تن  سخت ټپي شوى دى.

د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فراه د ولايتي روغتون او ابو نصر فراهي منځني ښوونځي تر منځ سيمه کې په يو ولاړ  زرنج موټرسايکل کې دوه راکټونه ځاى پر ځاى شوي وو.

د هغه په وينا، دغه راکټونه د ولايت پر مقام‌ چې د يادې سيمې په شاوخوا سل مترۍ کې موقعيت لري، د توغولو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو او نن نږدې ١٢ بجې د ريموټ کنټرول له لارې وتوغول شول.

د ده د څرګندونو له مخې، دغه راکټونه يو د فراه د مرکز اړوند په ريګي سيمه کې لګېدلى او د بل د لګېدو ځاى يې تر اوسه نه دى معلوم.

جواد افغان وايي چې د راکټونو له توغولو سره ياد زرنج هم اور اخيستى او له امله يې يو ٤٥ کلن تن ټپي شوى دى.

د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي چې دغه تن په ياد روغتون کې بستر دى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

جواد افغان وايي د فراه ښار کې د پوهنې رياست مخې ته هم په يو زرنج موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، خو امنيتي ځواکونو نن شنډ کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.