ميمنه (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): طالبانو په قيصار ولسوالۍ کې درى سيه ييز پوليس له نيولو وروسته پر ډزو وژلي دي.
د قيصار سرپرست ولسوال عبدالجميل صديقي نن (د غويي لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه درى پوليس د قيصار ولسوالۍ په باشبلمست سيمه کې د نظام په نوم د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان چې د ٢٠٠ نورو کسانو مشري هم کوي، کسان وو.
سرچينې زياته کړه، دغه درى کسان وروسته له هغه طالبانو د چهارشنبې په سيمه د سړک پر غاړه ووژل چې ياده سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
په قيصار کې د سيمه ييزو پوليسو د سل کسيزې ډلې يوه بل قوماندان بسم الله پژواک ته وويل چې دغه ياد درى پوليس د نظام الدين قوماندان د بې پروايۍ له امله وسله والو نيولي وو.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، پرون د ملي اردو د هوايي عملياتو په پايله کې طالبان اړ شول چې د يادې سيمې څو کلي پرېږدي، خو له عملياتو وروسته طالبانو يو ځل بيا يو شمېر سيمې نيولې دي.
هغه وويل چې نظام الدين قوماندان له همغږۍ پرته خپل ځواکونه د باشبلمست سيمې ته داخل کړي وو چې وروسته وسله والو کلابند کړل.
د يادې دوه سوه کسيزې ډلې قوماندان نظام الدين په دې اړه څه ونه ويل.
د قيصار ولسوالۍ يوه قومي مشر جاوېد قيصار هم د طالبانو له لوري د يادو دريو سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدو پخلى کوي.
هغه وويل چې د يادو کسانو مړي نن د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن