ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرخندې قتل کې د تورنو کسانو علني محکمه به راتلونکې شنبه جوړه  شي

فرخندې قتل کې د تورنو کسانو علني محکمه به راتلونکې شنبه جوړه شي

author avatar
30 Apr 2015 - 18:27
فرخندې قتل کې د تورنو کسانو علني محکمه به راتلونکې شنبه جوړه  شي
author avatar
30 Apr 2015 - 18:27

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٤): د کابل ښار د درېيمې حوزې د محکمو مشر وايي، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د فرخندې په قتل کې د تورنو کسانو علني محکمه تر سره شي.

د يادې ادارې مشر قضاوت وال صفي الله مجددي دغه مطلب نن ( د غويي ١٠مه) پژواک خبرې اژانس ته په ډاګه کړ.

٢٧ کلنه فرخنده د تېرکال د کب مياشتې په ٢٨ مه نېټه د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو ډبلو وروسته ووژل شوه، چې بيا يي د يادو کسانو له لوري مړي ته اور ورته کړل شو.

خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم ته اور ورته کړى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د يادې قضيې د څېړنې په موخه په دنده ګومارل شوي حقيقت موندونکي کمېسيون ويلي، چې تر اوسه پورې يې کوم داسې اسناد چې ګني هغې دې قرانکريم ته اور ورته کړى وي، نه دي موندلي.

د کابل ښار د درېيمې حوزې د محکمو مشر له دې وړاندې ويلي و، چې د محکمې په ترڅ کې به عدالت په ريښتوني ډول عملي شي او د هغو کسانو نومونه به هم چې په دغه دوسيه کې څنډې ته شوي، په ډاګه کړي.

د سترې محکمې نوموړي چارواکي دغه راز څرګنده کړې وه، چې په دنده ګومارل شوي څارنوال د مشور له مخې، د هغو کسانو په اړه چې په يو نه يو ډول د فرخندې په قتل کې لاس لري؛ صورت دعوا نه ده ثبت کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې لويې څارنوالۍ درې ورځې وړاندې د فرخندې د قتل دوسيه بشپړه او د پړاونو د تېرولو په موخه يې د کابل ولايت لومړۍ محکمې ته لېږلې ده.

د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي ويلي و، چې د قتل د دغې قضيې څېړنې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ د مشر سيد نورالله سادات او د لويې څارنوالۍ د سرپرست څارنپوه نورحبيب جلال په مشرۍ بشپړې شوې دي.

د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د فرخندې د قتل په اړوند د پوليسو د ١٩ منسوبينو په ګډون ٤٩ کسان نيول شوي دي.

د فرخندې قتل له ځانه سره ډېر غبرګونونه درلودل چې يو شمېر مدني ټول او خلکو د غونډو په تر سره کولو سره د هغې د قتل عاملينو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.