کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): ولسمشرغني د هند کانګرېس ګوند له مشرې سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان دولت د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره په ټاکنيزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي، د اروپايي ټولنې سفير او د امريکا او برېتانيا شارژدافيرانو د حکومت له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغانستان په ټاکنيز نظام کې پر اصلاحاتو ټينګار کړى او په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې يې له ټاکنيزو اصلاحاتو سره تړلې بللې دي.
د ټاکنيز نظام اصلاح د افغانستان د نوي حکومت د مشرانو تر منځ د هوکړې يوه برخه ده او اوس هم ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي چې تاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن دي.
د ولسمشر د وياند دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني تېره ورځ په هند کې د دغه هېواد د کانګرېس ګوند له مشرې مېرمن سونیا ګاندي سره د کتنې پر مهال له افغانستان سره د هند له مرستو د مننې تر څنګ ويلي چې ديموکراسي د اتباعو د حقونو د پیاوړتیا لامل کېږي او د ديموکراسۍ پر بنسټېزه کېدو سره خلک کولاى شي خپلو غوښتنو ته و رسېږي.
هغه ويلي: "د افغانستان دولت په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی او غواړو په دې ډاډه شو چې زموږ د اتباعو هره رایه په سمه توګه شمېرل کېږي او په ورته وخت کې باید د انتخاباتو لګښتونه هم را کم شي."
دغه راز ده په دې کتنه کې دا هم ويلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې د دښمنانو د هر ډول بریدونو د ځوابولو او شنډولو ځواک لري.
غني نړیوال تروریزم نه یواځې افغانستان، بلکې سیمې ته هم ګواښ بللى، ويلي يې دي چې د ترهګرو موخه د خلکو په زړونو کې د ویرې او ډار اچول دي خو د افغانستان خلک به هېڅکله هم تروریزم او ترهګرو ته تسلیم نه شي.
ولسمشر ويلي چې اوس د تروریزم بڼې بدلون موندلی او دې ته اړتیا ده چې د سیمې په کچه یې پرخلاف جدي مبارزه وشي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، ولسمشر غني او ملګری پلاوی یې هند ته له درى ورځني رسمي سفر وروسته تېره شپه هېواد ته راستون شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن