ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٣ تنه د سولې له بهير سره يوځاى شول

١٣ تنه د سولې له بهير سره يوځاى شول

author avatar
30 Apr 2015 - 17:44
١٣ تنه د سولې له بهير سره يوځاى شول
author avatar
30 Apr 2015 - 17:44

اسعد اباد (پژواک ١٠ غويى ٩٤): د کونړ چارواکي وايي، چې د وسله والو مخالفينو يوه ١٣ کسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوې ده.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عرب خان په مشرۍ د وسله والو طالبانو دغه ډله چې د چپې درې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې يې د دولت پر ضد وسله وال فعاليت کاوه، د سولې شورا، ملي امنيت او پوليسو په همکارۍ د سولې له پروسې سره له خپلو ١٣ ميله وسلې سره يوځاى شوه.

ده زياته کړه، دولت هغو کسانو ته چې له دې بهير سره يوځاى کېږي، د مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ورته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکوي.

د هغه په وينا، په کونړ کې د سولې بهير له پيلېدو تراوسه پورې ٣٧٨ وسله وال له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

د يادې شوې ډلې قوماندان عرب پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې يې د امريکايانو په خلاف وسله را اخيستې وه، خو اوس چې له سيمې يې امريکايان وتلي، نو پرېکړه يې وکړه، چې له دولت سره له مخالفته لاس په سر شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.